د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سمنګانو په ترافيکي پېښه کې ٤٣ تنه مړه شوي

د سمنګانو په ترافيکي پېښه کې ٤٣ تنه مړه شوي

Dec 24, 2015 - 18:16

څلورم تعقيب - ايبک (پژواک، ٤ مرغومى ٩٤): د سمنګان – بلخ پر لويه لاره کې د سمنګانو ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د دوو موټر د ټکر له امله د جوزجان د ولايتي شورا د يوه غړي په ګډون ٤٣ تنه مړه شوي دي.

د حضرت سلطان ولسوال سراج الدين فطرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام څه باندې پنځه بجې ٤٠٤ډوله مسافر وړونکي موټر چې له کابله د مزارشريف په لور روان و، له يوه بل باروړونکي موټر سره د دې ولسوالۍ په مرکز کې ټکر کړى دى.

ده زياته کړه، د دې پېښې له امله مسافر وړونکى موټر له خپل مسيره اوښتى او له پله څخه کابو ١٥ متره لاندې سيند ته لوېدلى دى.

د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پېښه کې ٤٣ تنه مړه شوي او درې تنه نور ژوبل دي.

سرچينې زياته کړې، د ٢٠٩ شاهين قول اردو قومندانۍ په چټکۍ سره عمل کړى او په حضرت سلطان ولسوالۍ کې مېشتې د درېيمې لوا د څلورم کنډک ٨٠ تنه پرسونل له څلورو امبولانسونو، کرين او نورو وسايلو سره ساحې ته لېږل شوي، ترڅو د مړو او ټپيانو په لېږدولو کې مرسته وکړي.

سرچينه کاږي، د دفاعي او امنيتي ځواکونو په همکارۍ د دې پېښې جسدونه او ټپيان د سمنګانو ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.

تردې وړاندې د سمنګانو د ترافيک مديريت د تنظيم امر سمونمل عبدالعليم پژواک اژانس ته ويلي و، په دې پېښه کې ٢٤ تنه مړه شوي چې ١٧ نارينه، درې ښځې او څلور ماشومان په کې شامل دي.

د هغه په وينا، دغه راز په دې پېښه کې ١٩ تنه نور ټپيان هم دي، چې ١٦ تنه نارينه، يوه ښځه او دوه ماشومان په کې شامل دي.

د سمنګانو د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالحميد ياده مرګ ژوبله تاييد کړه او پژواک ته يې وويل، چې د دې ترافيکي پېښې له امله ولايتي روغتون ته ٢٤ جسدونه او ١٩ نور ټپيان ور وړل شوي دي.

له بلې خوا د جوزجان ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي وايي، چې په دې پېښه کې د دې ولايت د ولايتي شورا غړى اکرام الدين فرجاد هم مړ شوى دى.

ده زياته کړه، په ياد ٤٠٤ډوله مسافر وړونکي موټر کې د ولايتي شورا غړى فرجاد سره له خپلې مور سره يوځاى سپاره وو، چې د پېښې په ترڅ کې دواړو ساه ورکړې ده.

کابو يوه مياشت وړاندې هم له يادې سيمې څخه په پنځه کيلومترۍ کې ورته پېښه شوې وه، چې په ترڅ کې يې شپږ تنه مړه او ٤٥ تنه نور په کې ژوبل شوي وو.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement