ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږکال د تګاب د انارو حاصل ډېر  و

سږکال د تګاب د انارو حاصل ډېر و

author avatar
24 Dec 2015 - 12:01
سږکال د تګاب د انارو حاصل ډېر  و
author avatar
24 Dec 2015 - 12:01

 

محمود راقي ( پژواک، ٣ مرغومى ٩٤): د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ بڼوال وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د دوی د انارو حاصلات ډېر دي، په لوړه بيه يې پلوري او اقتصاد يې ورسره ښه شوى دى.

د دوی په وينا، هر کال به يو خروار خواږه انار په دېرش پنځه دېرش زره افغانيو خرڅېدل او طبعي افاتو هم ورته زيانونه اړول.

خو اوس بڼوال وايي چې سـږکال يې انار له افاتو خوندي وو ، ځکه يې حاصلات ډېر او کيفيت يې هم ښه دى.

د تګاب ولسوالۍ د لنډا خېلو سيمې يو اوسېدونکى ملک فضل چې د انارو باغونه لري وايي: (( د تېرو کلونو په پرتله مو انارو سږکال ښه حاصلات درلودل، په لوړه بيه مو خرڅ کړل او ښه عايد مو ترلاسه کړ.))

هغه پژواک اژانس ته وويل چې پخوا يې پر انارو ناروغۍ هم لګېدلې، چې له امله يې هم حاصل کم و او هم به يې کيفيت خراب  و، خو سږکال د خداى په فضل دا ناروغي نه وه.))

ده زياته کړه : ((پخوا به پر انارو د پچک ناروغي ولګېده، د انارو په پوستکو به يو ډول تور رنګ او تور خالونه پيدا شول چې د انارو کيفيت به يې خراب کړ.))

د شاغاسي په نوم د تګاب د مرکز يو بل بڼوال وايي  چې سږ کال د دوی د خوږو انارو حاصلات د تېرو لسو کلونو په پرتله يوه نمونه وه .

هغه پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د جګړو، طبعي افاتو او ناروغيو له امله به يې انارو ښه حاصلات نه ورکول، خو سږ کال يې حاصلات ډېر ښه و .

نوموړی زياتوي : (( سږ کال هم د تېروکلونو په څېر جګړه وه خو په بڼونو کې د الوبخاراه حاصل کم و ،خو د خوږو انارو حاصل ډېر و او په لوړه بيه مو خرڅ کړل، که به يو چا درې منه بڼ درلود  نو له يونيم لک افغانيو څخه ډېرې پيسې يې کولې او په همدې پيسو هم د يو شمېر کورنيو ښه ګزاره کېږي.))

د شاهين په نوم د تګاب ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى وايي، سره له دې چې دولت په دې برخه کې ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې، خو د  انارو حاصلات يې ډېر شوي دي.

د تګاب ولسوالۍ يوتن سوداګر خليل چې د خپلې سيمې انار د پاکستان پېښور ښار ته صادروي وايي، چې په پېښور کې د تګاب  انار ښه بيه لري او خلک يې هم خوښوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.