ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د سرو زرو بيه ټيټه شوې

کابل ښار کې د سرو زرو بيه ټيټه شوې

author avatar
24 Dec 2015 - 18:31
کابل ښار کې د سرو زرو بيه ټيټه شوې
author avatar
24 Dec 2015 - 18:31

کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٤): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د سرو زرو بيه راټيټه شوې، خو د لومړنيو خوراکي توکو بيې له کوم بدلون پرته په خپل حالت پاتې دي.

د کابل ښار په شهرنو د فارياب په سوداګريز مرکز کې د رووفي د زرګرۍ مالک محمد سميع رووفي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ٧٩٠ عيار عربي سرو زرو يوه ګرام بيه له ٢١٠٠ افغانۍ ٢٠٥٠ افغانۍ او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام روسي سرو زرو بيه له ١٧٥٠ افغانۍ ١٧٠٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

هغه وويل، چې په کابل کې د سرو زرو د بيو لوړوالى او کموالى په نړيوالو بازارونو په تړلى دى.

خو د کابل ښار د "شهر ارا" د تېلو ټانک يوه کارکوونکي غلام سخي وويل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه ليټر پټرول تېلو بيه ٤٩ افغانۍ او يوه ليټر ډېزل تېلو بيه ٤٠ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار په کلوله پشته سيمه کې يوه ګاز پلورونکي محمد جاويد د معلوماتو پر بنسټ، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٥٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن هم وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د لومړۍ درجه ٤٩ کيلوګرامه پاکستاني اوړو بيه ١٤٥٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره ١٩٨٠ افغانۍ، ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې ١٦٥٠ افغانۍ او شپاړس لېتره ښايسته غوړي په ١٠٠٠ افغانۍ دي.

دغه راز د کابل په منډوي کې يوه چاى پلورونکي عاشق الله وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د مدينه په نوم يوه کيلو شين چاى بيه ٢٢٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ ده.

د لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې د هغو له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو کې کم تفاوت لري.

د کابل ښار د دهن باغ يوه هټۍ وال احمد هارون وويل، چې نن ٤٩ کيلوګرامه بورې پرچون پلور بيه ٢٠٥٠ افغانۍ، ١٦ ليتره شايسته غوړي ١٠٨٠ افغانۍ، پنځوس کيلو لومړۍ درجه پاکستاني اوړه ١٥٥٠ افغانۍ، لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې ١٨٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٧٠ افغانۍ او يو کيلو شين مدينه چاى ٢٦٠ افغانۍ دى.

 

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.