ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ٣٥٠ بستريز روغتون ٢٨ سلنه  چارې ترسره شوې دي

کندهار کې د ٣٥٠ بستريز روغتون ٢٨ سلنه چارې ترسره شوې دي

author avatar
24 Dec 2015 - 16:54
کندهار کې د ٣٥٠ بستريز روغتون ٢٨ سلنه  چارې ترسره شوې دي
author avatar
24 Dec 2015 - 16:54

کندهار ( پژواک، ٣ مرغومى ٩٤) : چارواکي وايي، په کندهار کې د ٣٥٠ بستريز روغتون د جوړولو چارې روانې دي، چې له جوړېدو سره به يې د سوېلي زون د ټولو اوسېدونکو لپاره روغتيايي اسانتياوې ډېرې شي.

د دغه روغتون د جوړولو چارې تېر کال پيل شوې چې اوسمهال يې د جوړولو چارې ٢٨ سلنه ترسره شوې دي.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي، دغه ٣٥٠ بستريز روغتون د کندهار ښار په عينو مېنه کې په ١٧٣ جريبه ځمکه کې جوړېږي، چې د افکو کمپنۍ له خوا ورکول شوې ده.

هغه زياته کړه، د روغتون پر جوړېدو ٩،٢ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي، چې په څلور پوړه کې به په څلورو کلونو کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.

دى وايي، دغه روغتون به يواځې د کندهار لپاره نه، بلکې د سوېلې حوزې په کچه مهم روغتون وي، چې د ياد ولايت تر څنګ به په کې د هلمند، اروزګان، زابل او نږدې نورو ولايتونو ناروغانو درملنه هم کېږي.

د ده په خبره، اوسمهال ميرويس حوزوي روغتون د حوزې په کچه روغتيايي خدمات وړاندې کوي، خو دا چې د عادي ناروغانو تر څنګ د جګړې، ماينونو او ترافيکي پېښو ټپيان زيات دي، نو دغه روغتون په يوه وخت د ټولو ناروغانو درملنې ته رسيدګي نه شي کولى.

هغه، کندهار کې د ٣٥٠ بستريز روغتون جوړېدل د سوېلي زون د ولايتونو د اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدماتو په برخه کې يوه لويه لاسته راوړنه ګڼي او زياتوي چې د دغه روغتون له جوړېدو سره به د ناروغانو ستونزې حل شي او د روغتيايي خدماتو په کيفيت او څرنګوالي کې به هم ښه والى راشي.

پخلا يادونه وکړه چې په دې وروستيو کې د کندهار د اوسېدونکو شمېر دوه ميليونه تنو ته رسېږي، چې د ولسواليو او لرې پرتو سيمو اوسېدونکي يې کافي روغتيايي اسانتياوې نه لري.

دى وايي، د کندهار په کچه دا مهال ٩٧ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي، چې په ولسواليو کې شته خدمات کافي نه دي.

په دې لړ کې د کندهار دوه ولسوالۍ ښوراوک او رېګستان داسې هم دي چې د ناامنيو او نورو ستونزو له امله په کې هيڅ روغتيايي اسانتياوې نشته.

د کندهار د عامې روغتيا د رييس په خبره، هڅه يې دا ده  چې په ولسواليو کې هم روغتيايي خدمات پراخ شي، په دې موخه شاوخوا ٢١ پروژې تر لاس لاندې دي چې په کې د روغتيايي چارو د کيفيت ښه کول، د ګرځنده روغتيايي ډلو جوړول، په ميرويس روغتون کې د ماشومانو د درملنې نوې څانګه جوړول او نورې شاملې دي.

د کندهار اوسېدونکي د نوي ٣٥٠ بستريز روغتون په جوړېدو خوشحاله دي او له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي چې دغلته دې د ناروغيو د تشخيص او درملنې د کيفيت پر لوړولو هم ډېر کار وکړي، څو خلک مجبور نه شي چې د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.