ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باميانو کې  ښځې د کورنيو او حيثيت له وېرې رسمي بنسټونو ته شکايت نه شي کولى

باميانو کې ښځې د کورنيو او حيثيت له وېرې رسمي بنسټونو ته شکايت نه شي کولى

author avatar
26 Dec 2015 - 16:09
باميانو کې  ښځې د کورنيو او حيثيت له وېرې رسمي بنسټونو ته شکايت نه شي کولى
author avatar
26 Dec 2015 - 16:09

باميان (پژواک، ٥ مرغومى ٩٤): په باميانو کې يو شمېر ښځې نه شي کولى چې د بشري حقونو، عدلي او قضايي ارګانونو ته د لاسرسي نه لرلو او خپل حيثت له وېرې شکايت وکړي او يا ادارو ته لاسرسى پيدا کړي.

ګڼ  ښځې شته چې حتى د خپل خاوند او خسرګنۍ له وېرې نه شي کولى چې ورباندې تپل شوی ظلم او تاوتريخوالي په اړه د ښځو چارو رياست او يا بشري حقونو سيمه ييز دفتر په څېر ادارو کې  شکايت ثبت کړي.

د ښځو چارو رياست وايي چې دا ډول موارد خورا زيات دي او حتى د باميانو په مرکز کې ښځې رسمي او ملاتړو ارګانونو ته لاسرسى نه لري او د بېلابېلو لاملونو په سبب ادارو ته مراجعه نه کوي.

د باميانو د ښځو چارو سرپرستې عزيزې احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ستونزه يواځې پر ښځو تپل شوو تاوتريخوالو کې نه ده، بلکې په ګڼو مواردو کې خپله ښځې د خپلو حقونو پر مساوي والي بارو نه لري او  ځانونو ته په کور او ټولنه کې د دويمې درجې انسان فکر کوي.

مېرمن احمدي زياته کړه: ((د ښځو ډېرې قضيې شته چې پام مو ورته اوړي، خو دا چې په يوه سبب د قضيو له ثبت وېره لري، موږ ورته لاسرسى نه شو کولى او تقبيولى يې نه شو.))

هغې زياته کړه چې له رياست سره يې ثبت شوې قضيې تر څارنې لاندې نيول کېږي او حتى په څارنوالۍ او محکمه يې هم څاري.

نوموړی وايي چې له دې مواردو يو هم د باميانو په مرکز کې د هغې مېرمنې قضيه ده چې نه غواړي شکايت وکړي؛ ځکه چې د کورنۍ فشار پرې زياتېږي.

مېرمن احمدي وويل چې دا مېرمن حقوقي ستونزه لري، خاوند او خسرګنۍ يې شتمني او مالونه ترې اخيستي او تل يې وهي ډبوي، دا مېرمن حتى د خپل کور له جامو او ګاڼو له کارولو هم محرومه ده.

د باميانو د ښځو چارو سرپرستې زياته کړه: ((د دې ښځې له حالت خبر يو چې دا ظلم زغمي، خو وايي چې که په ښځو چارو رياست کې خپله قضيه ثبت کړي، ستونزه به يې لا زياته شي.))

يوه مېرمن د خپل خاوند له خوا د نفقې په نه ورکړه شکايت لري او وايي، څلور کاله کېږي چې د ځان او دوو اولادونو نفقه يې پر خپله غاړه ده او خاوند يې هېڅ د مسووليت احساس نه کوي.

دا مېرمن چې د باميانو د مرکز اوسېدونکې ده او د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل: ((خاوند مې مياشت کې يو يا دوه ځله لري، خو د نفقې لپاره نه، بلکې د دې لپاره چې ومې ځوروي او راسره يو ځاى شي، د کور خرڅ مرڅ نه راکوي، وايي چې کار نشته.))

نوموړې چې دوه  اولادونه لري وايي چې د خلکو په کورونو کې جامي مينځي، په پسرلي کې په لرګي پلورنځيو کې د ونې پوستونه جلا کوي او پيسو پيدا کولو له لارې ځان او اولادونه مړوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.