جلال اباد (پژواک، ٥ مرغومى ٩٤): د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې يو قومي مشر وژلى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چسپکي ماين دا چاودنه پرون ماښام مهال د بهسودو ولسوالۍ د قاسم اباد په سيمه کې وشوه.
هغه زياته کړه چې د سيمې د يوه قومي مشر پر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې چې له امله يې نوموړى وژل شوى او يو بل کس ټپي شوی دی.
د بهسودو يوه قومي مشر ملک ولايت خان پژواک اژانس ته وويل چې وژل شوى قومي مشر ملک فقير شاه نومېده.
هغه زياته کړه چې نوموړى د کشمنډ سيمې اصلي اوسېدونکى و، خو اوس په بهسودو ولسوالۍ کې اوسېده.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن