ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د امنیت لپاره د سیمه ييزو پولیسو تشکیل ډېر شوی

author avatar
26 Dec 2015 - 15:47
author avatar
26 Dec 2015 - 15:47

لښکرګاه (پژواک، ٥ مرغومى ۹۴(: د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په موخه يې ډېرې اړتياوې پوره شوې دي.

په دې وروستيو کې د هلمند په بېلابېلو ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې روانې دي چې له امله يې طالبانو يو شمېر سيمې هم نيولې دي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د مرغومي په ٥مه د يوې خبرې غونډې پر مهال وويل چې د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په موخه د کورنيو چارو وزارت د زرو په شمېر د سيمه ييزو پوليسو نوى تشکيل منظور کړى دى.

هغه وايي چې مهماتو او درنو وسلو په برخه کې يې هم ځيني اړتياوې پوره شوې دي.

هغه زياته کړه چې دغه نوي سيمه ييز پوليس به له ملي پوليسو سره يو ځاى په هغو سيمو کې پر دندو وګومارل شي چې اړتيا ورته ليدل کېږي.

د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په هلمند کې دمګړۍ ٤زره کسان د سيمه ييزو پوليسو په چوکاټ کې پر دندو بوخت دي.

سرجنګ دا هم وويل چې د دغه ولايت بېلابېلو سيمو ته د جګړې د مهارولو په موخه تازه دمي سرتېري استول شوي دي.

هغه وايي چې وسله والو طالبانو په راتلونکي پسرلي کې د هلمند لپاره ځيني پلانونه جوړ کړي خو امنيتي ځواکونو يې د مخنيوي لپاره پوره چمتووالى لري.

امنيه قوماندان وايي چې په تېرو دوو ورځو کې امنيتي ځواکونو په ګرشک او سنګين ولسواليو کې د طالبانو پر وړاندې سخته جګړه کړې ده.

هغه زياته کړه: ((په دې ولسواليو کې طالبان اوس د خپلو مړو او ټپیانو پر ټولو او ایستلو بوخت دي او تر دې وروسته نه شي کولی چې سیمې تر خپل واک لاندې راولي.))

ده وويل چې د هلمند په جګړو کې بهرني ځواکونه له افغان امنيتي ځواکونو سره د هوايي بريدونو په برخه کې مرستې کوي.

دغه راز په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د دويمې لوا قوماندان جنرال عبدالودود نجرابي پژواک ته وويل چې په سنګين ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو وسله والو طالبان پر شا کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.