ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا د و لايتي شورا ټاکنې  ترسره شوې

د پکتيکا د و لايتي شورا ټاکنې ترسره شوې

author avatar
26 Dec 2015 - 16:48
د پکتيکا د و لايتي شورا ټاکنې  ترسره شوې
author avatar
26 Dec 2015 - 16:48

ښرنه ( پژواک، ٥ مرغومى ٩٤) : تر اوږده ځنډ وروسته د پکتيکا د و لايتي شورا ټاکنې چې د خپلمنځي اختلاف  له امله ځنډېدلې وې، ترسره شوې.

د ولايتي شورا د اداري پلاوي ټاکنې د مرغومي په ٥مه، په دې ولايت کې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولايتي چارواکو او نورو تر نظارت لاندې ترسره شوې.

ددې ټاکنو په پايله کې بختيار ګل همت ځدراڼ د ولايتي شورا د مشر، نعمت الله بابري د مرستيال او حنيفه کټوازۍ د منشي په توګه وټاکل شول.

د ولايتي شورا پخواني مشر افسر خان سليمان خېل وويل چې تر خپله وسه او توانه به نويو مشرانو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

د ولايتي شورا نوي رييس بختيار ګل تر ټاکل کېدو وروسته پژواک ته وويل  چې د دولت او ولس ترمنځ به دا شورا د پله حثيت ولري  او د ولس هره غوښتنه او هيله به  تر دولتي چارواکو او مرکزي دولت پورې ورسوي.

هغه زياته کړه، دا ځل ټاکنې د ولايتي شورا د ټولو وکيلانو په شتون کې تر سره شوې او هغه اختلافات چې له دې وړاندې د دوی په منځ کې و ، له منځه وړل شوي دي.

د ولايتي شورا يوه وکيل چې نه غواړي نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل، چې له دې وړاندې په دې شورا کې د پخواني مشر افسر خان او او سني رييس بختيار ګل تر منځ د رياست په سر ستونزې وې.

د هغه په وينا، ددې ستونزو له امله ولايتي شورا په دوه برخو کې ويشل شوې وه ، يوې برخې يې ټاکنې وکړې ، خو بلې ورسره ونه منله.

د يادونې ده چې د پکتيکا ولايتي شورا ۹ غړي لري، چې دوه يې مېرمنې دي .

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.