ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان  لوى درستيز د ملي يووالي حکومت له چارواکو سره وکتل

د پاکستان لوى درستيز د ملي يووالي حکومت له چارواکو سره وکتل

author avatar
27 Dec 2015 - 19:38
د پاکستان  لوى درستيز د ملي يووالي حکومت له چارواکو سره وکتل
author avatar
27 Dec 2015 - 19:38

کابل (پژواک ٦ مرغومى ٩٤): د پاکستان لوى درستيز، د سولې خبرو اترو لړۍ د بيا پيل د څرنګوالي په موخه، د افغان حکومت له چارواکو سره وکتل .

د پاکستان لوى درستيز جنرال راحيل شريف نن سهار کابل ته راغى او له افغان چارواکو سره له ليدو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شو.

 د ملي يووالي حکومت د اجرايي رياست مرستيال وياند جاويد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې جنرال راحيل شريف د هېواد له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي مشر عبدالله عبدالله سره په جلا-جلا ډول خبرې او ليده کاته وکړل.

 د هغه په وينا، دغه خبرې اترې د کابل-اسلام اباد تر منځ د باورجوړونې، د سولې خبرو اترو د پيل پر څرنګوالي او د دواړو هېوادونو پر ګډو موضوعاتو متمرکزې وې.

 د اجرايي رياست د مرستيال وياند په وينا، په دغه ليدنه کې سولې ته لېوالو ډلو سره د خبرو اترو پر څرنګوالي او د سولې مخالفو ډلو د راجذبولو لپاره د بديلو لارو چارو پر موندلو خبرې اترې وشوې.

 فيصل وويل، چې د پاکستان له لوى درستيز سره د حکومت مشرانو د ليدو پر مهال ګټورې خبرې اترې وشوې او هيله دواړو لوريو هيله څرګنده کړه، څو دغه خبرې غوره پايلې ولري.

 دغه راز پژواک ته د اجرايي رياست له لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ډاکټر عبدالله او راحيل شريف د ملکي او پوځي مسايلو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د هېوادونو پر رښتينو هلو ځلو ټينګار وکړ او هوکړه وشوه چې د ترهګريزو ډلو پر وړاندې مبارزه چټکه شي.

 په دغه ليدنه کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير، د دفاع وزارت سرپرست، د ملي امنيت عومي رياست سرپرست، لوى درستيز او يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.

راحيل شريف له يادې ليدنې وروسته بيرته خپل هېواد ته ستون شو.

د پاکستان پوځ د ياد لوړپوړي چارواکي سفر، د "اسيا زړه هېوادونو" په ناسته کې د ياد هېواد له ژمنو سره سم تر سره شوى او افغانستان انتظار باسي، څو پاکستان پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د اسيا زړه هېوادونو پنځم پړاو، د ليندۍ مياشتې په ١٧ مه د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د يو شمېر بهرنيو چارو وزيرانو او د سيمې هېوادونو د لوړپوړو استازو په ګډون په اسلام اباد کې تر سره شوه.

 د يادې ناستې په پايله کې چې د امريکا او چين هېوادونو تر څار لاندې تر سره شوه، د افغانستان او پاکستان هېوادونو له لوري ګډه اعلاميه تر سره شوه چې پکې مهم ټکي لکه د ترهګرۍ له ډولونو سره مبارزه، د دواړو هېوادونو له جغرافيې څخه د بنسټ پالو ډلو او دريمو لوبغاړو ناوړه ګټه اخيستو څخه مخنيوى او له هغو ټولو ډلو سره چې له سياسي حل لارې ډډه وکړي؛ سخت چلند کول شامل دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.