ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د سویلي اسیا فوټبال سیالیو کې مالدیپ ته هم ماتې ورکړه

افغانستان د سویلي اسیا فوټبال سیالیو کې مالدیپ ته هم ماتې ورکړه

author avatar
28 Dec 2015 - 22:29
افغانستان د سویلي اسیا فوټبال سیالیو کې مالدیپ ته هم ماتې ورکړه
author avatar
28 Dec 2015 - 22:29

کابل ( پژواک، ۷ مرغومی ۹۴) : د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سویلي اسیا سیالیو په لړ کې مالدیپ ته هم ستره ماتې ورکړه او پرله پسې بریا یې خپله کړه.

د سویلي اسیا د اوو هیوادونو په ګډون دا سیالۍ تیره اونۍ د هندوستان په کیرالا ښار کې پیل شوې دي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویاند سید علي کاظمي د مرغومي په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغانستان نن پخپله دریمه لوبه کې مالدیپ د یو په مقابل کې په څلورو ګولونو ستره ماتې ورکړه.

هغه زیاته کړه، چې دواړو لوبډلو نن په ډیر احتیا‌ط سره لوبه پیل کړه، خو د لوبې د لومړۍ برخې په ۲۰مه دقیقه کې افغان لوبډلمشر فیصل ښایسته لومړی ګول وواهه، دولس دقیقې وروسته امید پوپلزی دافغانستان لپاره دوهم ګول وواهه.

د لوبې به ۳۸مه دقیقه کې د مالدیپ لخوا لومړی ګول ووهل شو او دغه راز د لوبې په لومړۍ برخه کې افغانستان دوه پر یو ګول مخکې و.

کاظمي وایي، چې افغان لوبغاړو د لوبې په دویمه برخه کې هم ډیره ښکلې لوبه وکړه، او دوه نور ګولونه یې ووهل او دغه راز افغانستان دا لوبه څلور پر صفر وګټله. امید پوپلزي په دې لوبه کې دوه ګولونه ووهل.

دې بریا سره افغانستان پخپل ګروب کې لومړی مقام وګټلو او په نیمه پای لوبه کې به د الف ګروپ له  دویمې لوبډلې سریلانکا سره مخامخ کیږي. په دویمه نیمه پای لوبه کې هندوستان او مالدیپ سره مخامخ کیږي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان په دې سیالیو کې له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.