ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوو کسانو د ولسي جرګې باور رايه ترلاسه کړه

اوو کسانو د ولسي جرګې باور رايه ترلاسه کړه

author avatar
28 Dec 2015 - 16:06
اوو کسانو د ولسي جرګې باور رايه ترلاسه کړه
author avatar
28 Dec 2015 - 16:06

کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٤): د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون غړيتوب ته شپږو نوماندانو او د سترې محکمې عالي شورا غړيتوب ته يوه نوماند له ولسي جرګې څخه د باور رايه ترلاسه کړه.

دا اووه کسان چې د ولسمشر له خوا دغو پسټونو ته نومول شوي وو، د روان کال د لېندۍ مياشتې په ٩مه نېټه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.

ډاکتر محمدقاسم هاشمزى، عزال حارث، ډاکترعبدالرووف هروي، قضاوتيار محمدعارف حافظ، ډاکتر عبدالله شفاهي او دکتور سيد ابوبکر متقي د دغه کمېسيون غړيتوب ته د نوماندانو په توګه معرفي شوي وو.

همدارنګه قضاوتوال عبدالحسيب احدي د سترې محکمې عالي شورا غړيتوب ته نوماند شوى و.

نن په ولسي جرګه کې د دغو اوو کسانو لپاره د رايو صندوقونه کېښودل شول.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ١٨٤ کسان حاضر وو او هر نوماند اړ وو چې د برياليتوب لپاره ٩٣ موافقې رايې ترلاسه کړي.

د رايو په پايله کې عبدالحسيب احدي د ١٤٩ رايو په ترلاسه کولو سره د سترې محکمې د عالي شورا غړيتوب ترلاسه کړ.

همدارنګه محمد هاشم قاسم زي د ١١٣، غزال حارث د ١٣٢، عبدالله شفاهي د ١٢٥، محمدعارف حافظ د ١٣١، سيد ابوبکر متقي د ١٢٦ او عبدالروف هروي د ١٢٨ موافقو رايو په ترلاسه کولو سره د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون غړيتوب ترلاسه کړ.

د هېواد د اساسي قانون د ١٥٧مې مادې له مخې، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار خپلواک کمېسيون د قانون د حکمونو له مخې تشکيلېږي او د کمېسيون غړي د ولسمشر په تاييد د ولسي جرګې له خوا ټاکل کېږي.

 

 
 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.