ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار برېښنا پرې کېدو له امله دولت ته ۵۶ ميليونه افغانۍ زيان اوښتی

د ننګرهار برېښنا پرې کېدو له امله دولت ته ۵۶ ميليونه افغانۍ زيان اوښتی

author avatar
28 Dec 2015 - 15:00
د ننګرهار برېښنا پرې کېدو له امله دولت ته ۵۶ ميليونه افغانۍ زيان اوښتی
author avatar
28 Dec 2015 - 15:00

جلال اباد (پژواک، ۷ مرغومی۹۴): د ننګرهار د برېښنا رييس وايي چې پر دغه ولايت د برېښنا د قطع کېدو له امله په دوو اونيو کې ۵۶ ميليونه او۱۶۰زره افغانۍ زيان ور اوښتی دی.

نږدې دوه اونۍ (١٣ورځې) مخکې د کابل د سروبي ولسوالۍ په اوزبين کې د چارواکو په وينا وسله والو طالبانو ننګرهار ته د راغلې برېښنا مزي پرې کړي دي.

د ننګرهار د برېښنا رييس محب الرحمن مومند د مرغومي په ٧مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې ننګرهار او لغمان ته له نغلو بند څخه ۳۶ مېګاواټه برېښنا راغلې او دا برېښنا له ۱۳ ورځو راهيسې پرې شوې ده.

مومند وايي: ((موږ له دې برېښنا څخه په هر ساعت کې ۱۸۰زره افغانۍ عوايد ترلاسه کوو چې په يوه ورځ کې ۴ ميليونه او ۳۲۰ زره افغانۍ او په ۱۳ ورځو کې ۵۶ ميليونه او ۱۶۰زره افغانۍ کېږي، يانې په همدغه کچه ترلاسه کېدونکي عوايد لاسته رانغلل او مالي زيان راورسېده.))

د برېښنا رييس وايي چې د اوزبين په سيمه کې وسله والو کسانو دا برېښنا په بېلابېلو بهانو قطع کړې او اوس يې د بېرته جوړېدو په تړاو په قومي او حکومتي کچه خبرې روانې دي.

مومند وايي: ((په ننګرهار کې د دې برېښنا د قطع کېدو له امله پر جوماتونو، مدرسو او ښوونځيو برېښنا بند شوې او همدا شان سلګونه فاريکې هم له دې برېښنا ګټه اخلي چې کارونه يې ورته ټکني کړي.))

د نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه راپورونه هم رد کړل چې ګواکې وسله والو طالبانو ترې د برېښنا د پرېښودو په غبرګون پيسې غوښتنې دي.

ده زياته کړه: ((د برېښنا په پرې کېدو ډېر تاوان غريبو خلکو ته اړوي، ځکه حکومتي ادارې له جنراتورونو ګټه اخلي، په ننګرهار کې په سلګونه کورونو کې وړې صنعتي فاريکې هم شته چې ګونډې مېرمنې په کې کار کوي خو د برېښنا د نه شتون له امله يې کارونه په ټپه ولاړ دي.))

هغه وايي: ((د اوزبين اوسېدونکي داسې فکر کوي، چې موږ ورته برېښنا نه ورکوو، ځکه خو هلته وسله وال دا برېښنا قطع کوي، که موږ برېښنا نه ورسوله نو هلته په ياده سيمه کې به مو ۲۲۰۳ د برق پايې ولې نصبولې.))

د برېښنا رييس وويل چې اوزبين ته د برېښنا پر انتقال کار روان دی، خو ښايي د بوديجې د کموالي له امله يې کارونه بطي وي.

بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي پژواک اژانس ته وويل چې په اوزبين کې د برېښنا مزو د پرېکولو پېښه د کابل په ساحه کې شوې او دوی يې په تړاو خپلې هڅې پيل کړې دي.

والي وايي: ((ما په دې تړاو مرکزي حکومت ته خبر ورکړی، دغه راز مو په قومي کچه هم خبرې پيل کړې دي، څو ياده ستونزه د تل لپاره حل کړو.))

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمدعلي حضرت نيوکه کوي چې بايدد برېښنا د يادې مسئلې لپاره دايمې حل لاره ولټول شي.

هغه وايي: ((دا څووم ځل دی چې په اوزبين کې برېښنا قطع کېږي، مرکزي حکومت بايد هلته سرتېري ولېږي؛ ځکه دا خو ډېر د شرم ځای دی چې وسله وال هر وخت وغواړي برېښنا پرې قطع کوي.))

د نوموړي په خبره، د برېښنا د يادې ستونزې لپاره بايد حل لاره پيدا شي؛ ځکه ننګرهار سوداګريز ولايت دی چې د برېښنا د قطع کېدو له امله ځايي پانګوالو ته ډېر زيانونه اوړي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنايعو رياست اجرائيوي مدير ډاکتر شمس الحق بيا پژواک ته وويل چې د برېښنا د نه شتون له امله په جلال اباد کې د شاوخوا سلو صنعتي فاريکو کارونه ټکني دي.

دی وايي: ((له څو ورځو چې برېښنا نشته، دلته د ماربلو، غوړو، بسکېټو او نورو توکو د توليد فاريکې په ټپه ولاړې دي، هغو چې له جنراتورونو ګټه اخلي توکي يې ورته په لوړه بيه تمامېږي.))

نوموړي هيله وښوده چې حکومت بايد ژر تر ژره د برېښنا ستونزه حل کړي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی عبدالرحمن وايي: ((هغو چې شمتن دي، له جنراتورونو به ګټه واخلي، خو غريب خلک به څه وکړي، يو لېتر تېل ۸۰ پاکستانۍ کلدارې دي نو هر څوک يې د اخيستو وس نه لري.))

د ننګرهار د نغلو پر وارداتي برېښنا سربېره اوه مېګاواټه برېښنا د جلال اباد له درونټې بنده ترلاسه کوي، خو دا برېښنا يوازې دولتي ادارو ته ځانګړې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.