ميمنه (پژوواک، ٧ مرغومى ٩٤): وسله والو کسانو د فارياب په خواجه سبز پوش سيمه کې د پوهنې وزارت د دوو کارکوونکو په ګډون پنځه کسان وتښتول.
د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دغه کسان له دوو مسافر وړونکو کرولا موټرو د ميمنې- خواجه سبزپوش پر لویه لار ښکته کړي او له ځان سره يې بيولي دي.
د هغه په خبره، د پوهنې وزارت د تفتيش پلاوي څو غړي هم په تښتول شوو کې شامل دي.
معصومي وويل چې دوى د شپې له خوا د خواجه سبزپوش د پوهنې مدير په کور کې مېلمانه وو او تېره ورځ يې غوښتل چې د ښوونځيو د ارزونې لپاره شېرين تګاب ولسوالۍ ته ولاړ شي چې طالبانو ونیول.
د فارياب د پوهنې مشر غلام سخي بيان وويل چې د پوهنې وزارت دوه عادي کارکوونکي تښتول شوي دي.
بيان زياته کړه: ((معارف له چا سره دښمني نه لري او يو غير سياسي بنسټ دى، هر چا چې دوى تښتولي، بايد خوشي یې کړي.))
د خواجه سبزپوش ولسوال وويل، تښتول شوي کسان د پښتونکوټ غارتپې ساحې ته لېږدول شوي دي.
خو يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې له دغو پنځو کسانو دری یې د خواجه سبز پوش اوسېدونکي وو چې تېره ورځ خوشي شول او طالبانو يواځې د پوهنې دوه کارکوونکي له ځان سره ساتلي دي.
يوه کس چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله او ځان يې په پښتونکوټ کې د طالبانو سيمه ييز قوماندان معرفي کړ، له پژواک سره يې په ټيلېفوني اړيکه وويل چې دا پنځه کسان له دوى سره دي، د پوهنې له کارکوونکو سره کار نه لري، خو په دې شرط چې سياسي قضيه ونه لري.
د طالبانو ويندويانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، وسله والو کسانو د لړم په مياشت کې هم شپږ روغتيايي کارکوونکي د فارياب په کوهستان ولسوالۍ کې تښتولي وو چې له څو وروځو وروسته يې خوشي کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن