ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګرشک کې ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړې

ګرشک کې ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړې

author avatar
28 Dec 2015 - 11:08
ګرشک کې ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړې
author avatar
28 Dec 2015 - 11:08

لښکرګاه (پژواک، ۷ مرغومی ۹۴): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې يو ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوى دى.

د ګرشک امنيه قوماندان لومړي څارن محمد اسماعیل خپلواک د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٩ بجې په دې ولسوالۍ کې يو ځانمرګى بريد کوونکی موخې ته له رسېدو وړاندې ووژل شو.

هغه وويل: ((موږ ته راپور راغلى و، اول مو انتحاري په ښار کې تعقيب کړ کله چې له ښاره ووت نو بيا مو پرې د درېدو غږ وکړ خو ونه درېد، پوليسو هوايي ډزې پرې وکړې.))

د خپلواک په وينا، ځانمرګي له هوايي ډزو وروسته ځان ته چاودنه ورکړه او ووژل شو.

قوماندان وايي چې په دغه بريد کې امنيتي ځواکونو او يا هم ملکي کسانو ته زیان نه دی رسېدلی.

د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکي توريالي هم پژواک ته وويل چې نن سهار په دې ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد شوى دی.

هغه هم وايي چې په دغه بريد کې يواځې بريد کوونکى وژل شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار په کابل کې د "حامد کرزي " نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې يو کس وژل شوى او ١٣ نور ټپيان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.