ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې د څلورو لسيزو دوه دښمن قومونه سره پخلا شول

غور کې د څلورو لسيزو دوه دښمن قومونه سره پخلا شول

author avatar
29 Dec 2015 - 17:50
غور کې د څلورو لسيزو دوه دښمن قومونه سره پخلا شول
author avatar
29 Dec 2015 - 17:50

فيروزکوه (پژواک، ٨ مرغومى ٩٤): غور ولايت کې دوه قومونه، له لسګونه کلونو جګړې او شا وخوا ٣٠٠ کسانو له وژلو وروسته سره پخلا شوي او ژمنه يې کړې، چې له دې وروسته به د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې ژوند کوي.

د غور ولايت مرکز د فيروزکوه ښار په سويل کې د رضا او ميري قومونه ژوند کوي او له تېرو شا وخوا څلورو لسيزو راهيسې يې له يو بل سره دښمني لرله چې له امله يې له دواړو لوريو لسګونه کسان ټپيان شوي او دغه راز درانه زيانونه اوښتي دي.

دوى نن په هغو مراسمو کې چې د فيروزکوه ښار په جامع جومات کې تر سره شول، له يو بل سره پخلا او سوله وکړه.

د غور د عالمانو شورا مشر مولوي عصمت الله نديم وويل، چې د يادو قومونو تر منځ سوله د رضا او ميري قومونو د ٢٤ کسيزې کمېټې، سيمه ييزې ادارې، ولايتي شورا، عالمانو شورا او امنيه قوماندانۍ له دريو اونيو هڅو وروسته شوې او په ترڅ کې يې دواړو لوريو يو بل په غېږو کې ونيول.

نديم زياته کړه: "اسلام د سولې او ورورولۍ دين دى او ټول مسلمانان له يو بل سره وروڼه دي، جګړه هيڅکله هم د مسلمانانو تر منځ روا نه ده، دغه دوه قومونه نن په دې موضوع پوه شول او سوله يې وکړه."

د ميري قوم مشر امان الله بيګ وويل: "موږ دوه قومونو له تېرو ٣٨ کلونو راهيسې له يو بل سره دوښمني درلوده او زموږ دواړو له لوري د رضا قوم د يوه مشر او جهادي قوماندان حاجي عبدالسلام او زما مشر ورور سناتور حيات الله او د مير قوم مشر په ګډون له دريو سوو زيات کسان وژل شوي دي."

هغه زياته کړه، چې د وژل شويو کسانو په ډله کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي، پر دې سربېره سلګونه ټپيان، لسګونه کلي چور او سوځول شوي او سلګونه کورنۍ د خپلو سيمو پرېښودو ته اړې شوې دي.

ياد قومي مشر وويل: "دغې جګړې له وژلو، تاوتريخوالي او ويجاړيو بل څه نه درلودل، خلک ستړي شوي او نن موږ ټولو پرېکړه وکړه، څو له يو بل سره سوله وکړو او د يو بل په څنګ کې ژوند وکړو."

د رضا قوم استازي مولوي ابراهيم خليل وويل، چې د خلکو او ځوانانو ټول عمر په جګړو او مخالفتونو کې تېر شو، خلک ټول ستړي شوي، هره ورځ جګړې وې او ټولې شتمنۍ او مالونه يې لوټ شول او ځوانانو ځانونه په جګړې بوخت کړل او بالاخره په دې پوه شول چې له وينو تويولو او ويجاړيو پرته يې بله کومه ګټه نه لرله.

هغه زياته کړه: "موږ د يو بل ګاونډيان يو او يو بل ته به مو سنګرونه نيول، اوس ژمنه کوو چې له جګړې له لاس اخلو او نور هيچا ته اجازه نه ورکوو چې د نښتې او وينې تويولو لامل شي."

يادو دوه قومونو په يوه پرېکړه ليک کې د سيمه ييزو عالمانو او چارواکو په حضور کې ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به جګړې او تاوتريخوالى نه کوي او د سولې په فضا کې به ژوند کوي او له دولت سره هم همکارۍ ته ژمن دي، څو د سيمې د بيارغونې په برخه کې ګام پورته کړي.

د غور ولايت نوي والي عبدالناصر خاضع د يادو دوه قومونو د پخلاينې په اړه خوشالي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د هېواد په ځانګړي ډول غور کې يو عمده ستونزه قومي او سيمه ييز اختلافونه دي چې وسلوال مخالفين او دوښمنان له دغه ګټه پورته کوي او د پرمختګ او پراختيا مخه نيسي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.