کابل (پژواک ٨ مرغومى ٩٤): مشرانو جرګې، ننګرهار کې د پاڅون کوونکو له لوري، د داعش ډلې له څلورو کسانو څخه د سرونو د پرې کولو قضيې د غندلو ترڅنګ پرېکړه وکړه، چې د امنيتي ارګانونو چارواکي او د افغانستان د بشر حقونو کميسيون مشره استجواب کړي.
راپورونه په ډاګه کوي چې د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير پورې اړونده کسانو په دې وروستيو کې هغه مهال د داعش له څلورو غړو سرونه پرې کړل چې د داعش ډلې د دوى له څلورو کسانو سرونه غوڅ کړي دي.
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار چې د نن ورځې غونډې مشري يې پر غاړه درولوده، وويل چې له انسانانو سرونه غوڅول يو غيرقانوني کار دى او څوک بايد د محکمې له حکم پرته ونه وژل شي.
نوموړي د پاڅون کوونکو کړنه د اسلام او بشري حقونو خلاف کار وباله او زياته يې کړه: "خلک په غوسه ول، ځکه د دوى له کسانو سرونه غوڅ شوي وو، خو له دغه عمل بايد دفاع ونه شي، ځکه دا کار به په يوه رواج بدل شي."
د نوموړي په وينا، مجرم که هر څوک وي، بايد د محکمې د حکم پر بنسټ ورته سزا ورکړل شي.
د يادې جرګې غړي مولوي محي الدين منصف په هېواد کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: "د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بشر حقونه تر پښو لاندې کېږي، خو څوک نشته چې د خلکو اواز پورته کړي او عاملان يې د قانون منګولو ته وسپاري."
نوموړي د جرګې له اداري پلاوي وغوښتل، څو د بشري حقونو د وضعيت څېړنې په موخه د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون مشره سيما سمر د جرګې عمومي ناستې ته را وبولي.
د يادې جرګې د امنيتي چارو کميسيون مرستيال فيصل سميع وويل، چې د هېواد امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى او امنيتي چارواکي بايد د يادې جرګې عمومي ناستې ته راوبلل شي او د دغه وضعيت او چمتووالي په اړه يې معلومات وړاندې کړي.
په پايله کې د جرګې غړو د رايو په اکثريت سره پرېکړه وکړه، چې راتلونکې اونۍ سيما سمر او د کورنيو او ملي دفاع وزارتونو او ملي امنيت رياست چارواکي جرګې راوبلل شي.
دغه راز په نننۍ ناسته کې د يادې جرګې يو شمېر غړو، ولسي جرګې ته د ملي دفاع وزير او د ملي امنيت د عمومي رياست د نوماندانو د ورپېژندنې غوښتنه هم وکړه.
د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر اصف صديقي وويل: "ولسمشر بايد قانون ته درناوى وکړي او ژر تر ژره ولسي جرګې ته د ملي دفاع وزارت د نوماند په توګه يو وړ کس ور وپېژني او سرپرستۍ ته نور د پاى ټکى کېږدي."
نوموړي، د جګړې زياتېدل او د وسلوالو مخالفينو له لوري د يو شمېر ولسواليو نيول، په ملي دفاع وزارت کې د سالم مديريت نشتون وباله او زياته يې کړه: "د پوليسو دنده عامه نظم ساتنه ده، خو له دې امله چې ملي دفاع وزارت مديريت نه لري، هره ورځ زموږ پوليس قرباني کېږي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن