ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ٢٠١٥ کال کې ١١٠ خبريالان وژل شوي

په ٢٠١٥ کال کې ١١٠ خبريالان وژل شوي

author avatar
29 Dec 2015 - 11:12
په ٢٠١٥ کال کې ١١٠ خبريالان وژل شوي
author avatar
29 Dec 2015 - 11:12

کابل (پژواک، ٨  مرغومى ٩٤):  د بې پولې ژورنالېستانو نړيوال تنظيم يا (ار اېس اېف) وايي چې د ٢٠١٥ کال پر مهال په ټوله نړۍ کې ١١٠ ژورنالېستان وژل شوي دي.

د ياد تنظيم له خوا د مرغومي په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ٢٠١٥ د ژورنالېستانو لپاره خونړی کال و چې د وژل کېدو تر څنګ ګڼ شمېر نور ژورلېستان بندي شوي او وهل هم ورکړل  شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې د ٢٠١٥ کال پر مهال په ټوله نړۍ کې ١١٠ ژورنالېستان وژل شوي چې له دې ډلې ٦٧ د خپلو ژورنالېستيکي دندو پر مهال ژوند له لاسه ورکړى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې يادو ٦٧ تنو په وژل کېدو سره له ٢٠٠٥ زېږديز کال راهيسې د خپلو دندو پر مهال د وژل شوو ژورنالېستانو شمېره ٧٨٧ تنو ته ورسېد.

د بې پولې ژورنالېستانو په راپور کې راغلي چې دغه راز د ٢٠١٥ کال پر مهال ٢٧ نور ژورنالېستان او د رسنيو اووه نور غړي د بېلابېلو پېښو پر مهال وژل شوي دي.

ياد تنظيم ويلي چې په دې وروستيو کې د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې او د رسنيو د خوندي توب لپاره کوم اقدامات نه دی په لاره اچول شوی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ٢٠١٥ کال کې فرانسه د اروپايي ژورنالېستانو لپاره تر ټولو خونړى هېواد ثابت شوى، فرانسه تر عراق او هندوستان وروسته درېيم هېواد دى چې په کې ډېر ژورنالېستان وژل شوي دي.

د ٢٠١٥ کال د جنورۍ په مياشت کې چې د فرانسې د چارلي هيبدو اوونيزې پر دفتر بريد وشو، په ترڅ کې يې اته ژورنالېستان ووژل شول.

د يادونې ده، پر دې رسنۍ وروسته له هغه بريد وشو چې دوى د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) کارتون خپور کړى و.

د بې پولې ژورنالېستانو د نړيوال تنظيم سکرتر جنرال کريسټوفر ډيلوير ويلي: ((داسې يو ميکانيزم بايد جوړ شي څو هغه نړيوال قانون په هر هېواد کې تطبيق شي چې د ژورنالېستانو د خونديتوب لپاره جوړ شوى دى.

د ياد تنظيم د معلوماتو له مخې، د ٢٠١٥ کال پر مهال تر ټولو زيات  ١١ ژورنالېستان په عراق کې وژل شوي دي، په سوريه کې ١٠، هندوستان ٩،  فرانسه، مکسيکو او يمن کې ٨- ٨ ، جنوبي سوډان، هنډوراس او فليپين کې اووه اووه ژورنالېستان وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په ټوله نړۍ کې سـږ کال تر ١٥٠ زيات ژورنالېستان بنديان شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.