مهترلام (پژواک، ٩ مرغومى ٩٤): چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه بريد کې د يوه قوماندان په ګډون دوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد د اليشنګ ولسوالۍ اړوند د ماسمود په دره کې تېره شپه په دری بجې شوى دی.
هغه زياته کړه چې په بريد کې د وسله والو مخالفينو مشهور قوماندان زرجان او د دل اغا په نوم يو ډلمشر وژل شوي دي.
ځواک وويل، قوماندان زرجان چې اصلاً د دولت شاه ولسوالۍ د بومبي سيمې اوسېدونکى دى، په اليشنګ او دولت شاه ولسواليو کې يې په ډېرو ترهګريزو فعاليتونو کې لاس درلود.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت وايي چې د وسله والو طالبانو يو مهم غړى په هرات ولايت کې د پوليسو د استخباراتو له خوا نيول شوى دى.
د ياد وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو دا غړى مولوي احمدشاه نومېږي او د بادغيس د جوند ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
سرچينې زياته کړې چې هغه د اوپراتيفي عملياتو په پايله کې د هرات ولايت له مربوطاتو څخه نيول شوى او پلـټنې ترې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن