کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٤): افغانستان او قطر د پوهنې په برخه کې يو تړون لاسليک کړی چې له مخې به يې قطر له افغانستان سره د پوهنې په برخه کې همکاري کوي.
د قطر دولتي اژانس (قنا) د مرغومي په ٩مه خبر ورکړى چې دغه تړون د افغانستان د پوهنې وزير ډاکتر اسدالله حنيف بلخي او د قطر د پوهنې د وزير ډاکتر محمد بن عبدالوحيد الحمادي تر منځ پرون لاسليک شوى دى.
سرچينې زياته کړې، دغه راز دواړو مشرانو د ليدنې پر مهال د پوهنې په برخه کې د همکاريو پر زياتولو هم خبرې وکړې.
د راپور له مخې، د ياد تړون له مخې به دواړه هېوادونه د پوهنې په برخه کې د يو بل له تجربو ګټه اخلي او د پوهنې په برخه کې به سفرونه ترسره کوي.
سرچينه کاږي چې د افغانستان د پوهنې وزير دغه راز د قطر د بهرنيو چارو له وزير سره هم ليدلي دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبير حقمل پژواک اژانس ته وويل چې د پوهنې رييس په دوه ورځني سفر قطر ته تللى دى.
هغه زياته کړه چې دوى د پوهنې په برخه کې له قطر سره د تړون د لاسليک تر څنګ پر يو شمېر نورو همکاريو هم خبرې کړې دي.
د حقمل په وينا، افغانستان د پوهنې په برخه کې د قطر له همکاريو او مرستو نه يواځې هرکلى کوي، بلکې د دغه اسلامي هېواد مرستو ته د قدر او اهميت په سترګه ګوري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن