ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د زابل- کندهار د لویې لارې الوځول شوي پلونه دې بېرته ورغول شي

خلک: د زابل- کندهار د لویې لارې الوځول شوي پلونه دې بېرته ورغول شي

author avatar
30 Dec 2015 - 17:54
خلک: د زابل- کندهار د لویې لارې الوځول شوي پلونه دې بېرته ورغول شي
author avatar
30 Dec 2015 - 17:54

کلات (پژواک، ٩ مرغومى ٩٤): د زابل د مرکز کلات ښار او شهر صفا ولسوالۍ اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د دغه ولايت اړوند لويې لارې نړېدلي پلونه او پولګوټي دې بېرته ورغول شي.

هغوى زياتوي چې په تېرو څو کلونو کې د وسله والو مخالفينو له لوري د دې لويې لارې ګڼ پلونه او پولګوټي پر ماينونو الوځول شوي چې تر اوسه همداسې ويجاړ پاتې دي.

د نورالله او ميراحمد په نومونو د کلات دوو اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته وويل، هر کال د ژمي په را رسېدو او د ورښتونو له پيلېدو سره له دغو پلونو سره په نږدې سيمو کې موټر چلوونکي او مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

د دوى په وينا، هر کال په ژمي کې چې واوره یا باران وشي، دغه لاره د ډېرو ساعتونو لپاره بندېږي او موټر په کې چپه کېږي.

هغوى وويل، حکومت بايد د دغو ويجاړو پلونو غم وخوري، خلک دې له ستونزو خلاص کړي او تر جوړولو وروسته يې د ساتنې غم وخوري، تر څو بېرته له منځه ولاړ نه شي.

د شهر صفا ولسوالۍ اوسېدونکی لالی هم وايي، د زياترو ترافيکي پېښو لامل هم د لويې لارې او پولګوټو خرابتيا ده.

ده زياته کړه، حکومت بايد د لارې امنيت ونيسي، تر څو هغه پيسې چې د لويې لارې پر بيارغونه لګول کېږي، ضايع نه شي او بېرته يي مخالفين ويجاړ نه کړي.

د زابل چارواکي وايي، دې ستونزې ته يې پام شته او ډېر ژر به د کابل- کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د زابل اړوند د ورانو شوو پلونو او پولګوټو د جوړېدو کار پيل شي.

د دغه ولايت والي محمدانور اسحاقزي چې له نورو دولتي چارواکو سره يو ځاى يې نن چهارشنبې د کلات او شهر صفا ولسوالۍ تر منځ له لويې لارې ليدنه کوله، پژواک ته وويل چې پر دې لويه لاره درې لوى پلونه او يوولس پولګوټي ويجاړ شوي چې بيا جوړولو ته اړتيا لري.

د ده په خبره، د دې پروژو د تطبيق لپاره د فوايد عامي وزارت بوديجه منظوره کړې او ډېر ژر به يې عملي چارط پيل شي.

والي وايي، د کلات او شهر صفا ولسوالۍ تر منځ د لويې لارې د پلونو تر جوړولو وروسته به د کلات او شاه جوى تر منځ ويجاړ شوي پلونه او پلچکونه هم جوړ شي.

د زابل اوسېدونکي په داسې حال کې د کابل- کندهار د لويې لارې د ويجاړ شوو پلونو او پولګوټو د بيا جوړېدو غوښتنه کوي چې د مسوولينو په خبره، د زياترو ترافيکي پېښو علت هم دغه پلونه او د سړک خرابوالی دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.