ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې يو ښځه وژل شوې

په سرپل کې يو ښځه وژل شوې

author avatar
30 Dec 2015 - 18:26
په سرپل کې يو ښځه وژل شوې
author avatar
30 Dec 2015 - 18:26

کابل (پژواک، ٩ مرغومی ٩٤): د سرپل په کوهستانات ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري يوه ښځه پر ډزو وژل شوې ده.

د ياد ولايت د ښځو چارو رياست مسوولينو د چهارشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې ٤٠ کلنه اختر بي بي څه موده وړاندې له زندانه خوشې شوې وه او په خپله خوښه يې له يو خپلوان سره واده کړی و.

نوموړې زياته کړه چې دا مېرمن د زنا په تور يو کال بندي وه.

د دغه ولايت د ښځو چارو رييسې نسيمې ارزو تاييد کړه چې دا مېرمن تېره شپه د خپل کور مخې ته د کوهستانات ولسوالۍ په يو کلي کې د وسله والو له لوري پر ډزو وژل شوې ده.

مېرمن ارزو د پېښې د غندلو تر څنګ د دې موضوع د تعقيب او د عاملينو د نيولو غوښتنه يې وکړه.

د سرپل والي محمدظاهر وحدت ومنله چې د کوهستاناتو په ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو پر يوې مېرمن باندې ډزې کړې دي.

وحدت د دې وژنې انګېزه ونه ښوده او په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو بې خبرې وښوده.

تر دې دمه د دولت مخالفو ډلو د يادې مېرمنې د قتل په اړه څه نه دي ويلي.

دا مېرمن په داسې حال کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري په مرموز ډول وېشتل کېږي چې د سرپل د ښځو چارو مسوولين په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٨٩ قضيو د ثبت چې ډېرى يې د وهلو او ټکولو دي، خبر ورکوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د صياد، کوهستانات او د سرپل د مرکز په پغمان کلي کې چې د وسله والو مخالفينو په ولکه کې دي او يوه مېرمن په بلخاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو زورواکو له لوري صحرايي محاکمه شوې ده.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.