ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د سویلي اسیا فوټبال سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه

افغانستان د سویلي اسیا فوټبال سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه

author avatar
31 Dec 2015 - 21:01
افغانستان د سویلي اسیا فوټبال سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه
author avatar
31 Dec 2015 - 21:01

کابل ( پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۴): افغانستان د سویلي اسیا فوټبال سالیو په نیمه پای لوبه کې سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

افغاستان چې پخپل ګروب کې یې ټولې لوبې ګټلې وې او نیمه پای لوبې ته یې لاره پیدا کړې وه، نن یې په نیمه پای لوبه کې سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویاند سید علي کاظمي د مرغومي په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې افغانستان د لوبې په لومړۍ برخه کې یو ګول ووهلو، خو په دویمه برخه کې افغان لوبغاړو له ځانه ښه وړتیا وښوده او څلور نور ګولونه یې ووهل.

د هغه په وینا، دغه راز افغانستان وکولی شو سریلانکا ته  پنځه پر صفر ماتې ورکړي او پای لوبې ته یې لاره پیدا کړي، پای لوبه به له هندوستان سره د مرغومي په ۱۲مه، د شنبې په ورځ ترسره کیږي.

د افغانستان له لوري سید محمد هاشمي، کنشکا طاهر،  خیبر امانی، ارش هافتي او فیصل شایتسه ګولونه ووهل.

تر دې مخکې افغانستان په دې سیالیو کې بنګله دیش ته درې پر صفر، بوټان ته څلور پر صفر او مالدیف ته څلور پر یو ماتې ورکړې وه، افغانستان دوه کاله مخکې ددې سیالیو اتلولي خپله کړې وه او اوس له خپلې اتلولې دفاع کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.