ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د برېښنا سب ستېشن پرانيستل شو

پروان کې د برېښنا سب ستېشن پرانيستل شو

author avatar
31 Dec 2015 - 15:29
پروان کې د برېښنا سب ستېشن پرانيستل شو
author avatar
31 Dec 2015 - 15:29

چاريکار(پژواک، ١٠مرغومى ٩٤): اجرايي رييس، پروان کې د هند په مرسته  جوړ شوي سب ستېشن پرانيست چې له لارې به يې پروان، کاپيسا او پنجشير ولايتونو کې ګڼ شمېر کورنيو ته برېښنا ورکړل شي.

د برېښنا دغه سب ستېشن د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په پشته سرخ سيمه کې جوړ شوى او نن د حکومت د اجرايي رييس عبدالله عبدالله له خوا پرانيستل شو.

ډاکټر عبدالله د دې سب ستېشن پر جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې حکومت په پروان  او نورو ولايتونو کې د نورو پروژو د پلي کولو هڅې هم کوي.

په پروان او کاپيسا کې د برېښنا شرکت د اصلاحاتو او پراختيا مسوول انجنير مختار وويل چې تر اوسه د پروان په مرکز کې ١٢٠٠٠ او د کاپيسا په مرکز کې ٤٠٠٠ کورنۍ برېښنا لري.

دى وايي چې تر اوسه دې کورنيو ته د کابل  ښار د چمتلې سيمې له سب ستېشن څخه برېښنا ورکول کېده خو د جبل السراج سب ستېشن په پرانستې سره به نن دې کورنيو ته د جبل السراج له سب ستېشن څخه د ازبکستان وارداتي برېښنا ورکړل شي.

خو ده وويل چې په راتلونکي شاوخوا يو کال کې به د دې سب ستېشن له لارې په پروان، کاپيسا او پنجشير ولايتونو کې تر شلو زرو ډېرو کورنيو ته برېښنا ورکړل شي.

  د پروان سکتوري رييس محمدطاهر همت وايي چې د جبل السراج سب ستېشن د هند په ٦.٧ ميليون امريکايي ډالره مرسته بشپړې شوې دي.

  همت، وايي چې، د کاپيسا په" حصه اول" ولسوالۍ کې د برېښنا د بل سب ستېشن د جوړولو چارې روانې دي.

د هغه په وينا، ټاکل شوې چې د دې سب ستېشن  په بشپړېدو سره د جبل السراج له سب ستېشن څخه د حصه اول سب ستېشن او له هغه ځايه د پنجشېر او کاپيسا ولايتونو د مرکزونو اړوند  سيمو ته برېښنا ورکړل شي. 

دى وايي چې د حصه اول د سب ستېشن شاوخوا ٥٠ سلنه چارې پر مخ تللې دي.

خو هغه زياتوي، چې د پنجشېر او کاپيسا ولايت د مرکزونو اړوند سيمو کې تر اوسه د برېښنا د ستنو او لين غځولو چارې هم نه دي بشپړې شوي. ده ونه ويل چې دغه چار ې به کله بشپړې شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.