ميمنه(پژواک، ۱۱ مرغومى ۹۴): د فارياب ولايت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ چارواکي وايي چې ددغې ولسوالۍ د نجونو لېسې امر د وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه ٧بجې رامنځته شوې ده .
نوموړي زياته کړه چې د نجونو د لېسې امر ملاجان محمد چې د غذاري د کلي د انکشافي شورا رييس او د جومات ملا امام هم و، تېره شپه د ماخوستن د لمانځه له اداکولو وروسته وژل شوى دى .
ولسوال وويل چې ياد امر پر ډزو وژل شوى او بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.
نوموړي وسله وال طالبان ددغه بريد عاملين وبلل .
خو په فارياب کې د طالبانو يوه غړي قاري تاج محمد پژواک ته وويل چې د يادې ډلې وسله وال په دې بريد کې لاس نه لري .
د نقيب الله په نامه د يادې سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته د ملاجان محمد د وژل کېدو د خبر د تاييد ترڅنګ وويل چې هغه يو خير غوښتونکى او نيک انسان و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن