ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې درې ملکي وګړي وژل شوي

غزني کې درې ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
2 Jan 2016 - 11:23
غزني کې درې ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
2 Jan 2016 - 11:23

غزني- ښرنه (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٤): په غزني کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې درې ملکي وګړي وژل شوي او په پکتيکا کې د ماين چاودنې له امله ٦ ملکي کسان ټپيان شوي دي.

په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند بريدمل نور د مرغومي په ١٢مه پژواک ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې د ده يک ولسوالۍ په ده يک سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه دي.

هغه وايي چې په دې نښته کې تر اوسه پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ده وويل چې په ياده نښته کې امنيتي ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال يو طالب او درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په نښته کې یو طالب چې عزیزالرحمن نومېده او درې ملکي وګړي چې دوه وروڼه کېدل وژل شوي، دغه دوه کسان چې غوښتل یې کور ته ولاړ شي، امنیتي ځواکونو دواړه د کور په دروازه کې ووژل او یو بل ملکي کس يې هم هغه مهال وواژه چې غوښتل يې کور ته لاړ شي.))

دغه راز د ده يک سيمې بل اوسېدونکي جمعه خان پژواک ته وويل چې په دې نښته کې د ملي اردو دوه سرتېري هم وژل شوي دي.

خو د ده يک ولسوال کريم الله اميري پژواک ته وويل چې په سيمه کې اوس هم د طالبانو پر وړاندې عمليات روان دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې يواځې طالبان وژل شوي ملکي خلکو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ماين چاودنې له امله شپږ تنه ټپيان شوي دي.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل پژواک ته وويل چې تېر مازديګر د مرکز ښرنې د سبزي منډوي په سيمه کې چاودنه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.