ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو فراه کې له اتو تښتول شويو کسانو دوه  ووژل

وسله والو فراه کې له اتو تښتول شويو کسانو دوه ووژل

author avatar
2 Jan 2016 - 14:25
وسله والو فراه کې له اتو تښتول شويو کسانو دوه  ووژل
author avatar
2 Jan 2016 - 14:25

کابل (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٤): وسله والو په فراه کې د ولسي جرګې د پخواني غړي عين الدين زوى او په  تېرو ټاکنو کې د فراه د ولايتي شورا کانديد محمدعارف محمدي تر تښتولو وروسته وژلي دي.

په تېره دوره کې د فراه د ولايتي شورا مرستيال عبدالحميد حميد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره ورځ شاوخوا يوه بجه د فراه د مرکز اړوند له کافر کلا سيمې اته تنه وتښتول.

د هغه په وينا، په تښتول شويو کسانو کې د تېرو ټاکنو پر مهال د فراه د ولايتي شورا يو کانديد محمدعارف حميدي، د ولسي جرګې د پخواني غړي عين الدين زوى احسام الدين، په فراه کې د دارالمعلمين او نرسنګ دوه زده کړيالان، د دې ولايت د پرچمن ولسوالۍ يو ښوونکى او درې تنه د فراه د مرکز اوسېدونکي شامل وو.

حميد، وايي چې دغه کسان کافر کلا ته د تفرېح لپاره تللي وو.

ده وويل چې وسله والو طالبانو له تښتول شويو کسانو شپږ تنه خوشې کړي، خو محمدعارف او احسام الدين يې وژلي او مړي يې نن د فراه د مرکز اړوند په خرمالق سيمه کې موندل شوي دي.

هغه وايي، چې محمدي په دې وروستيو کې په فراه کې د غرجستان د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د حقوقو له پوهنځي فارغ شوى و او احسام الدين  په فراه ښار کې د کانکور ازموينې لپاره تيارى نيوه.

ده وويل چې دغه دواړه د فراه د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

د فراه د ولايتي روغتون مشر ډاکټر عبدالحکيم رسولي پژواک ته  وويل چې د محمدي او احسام الدين مړي دې روغتون ته وروړل شوي دي. هغه وويل چې دغه دوه تنه پر ډزو وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي او د يادو کسانو د وژنې مسووليت بل چا هم پر غاړه نه دى اخيستى.

د مرغومي په څلورمه هم وسله والو د فراه د مرکز اړوند له خيراباد سيمې دوه پوليس وتښتول او يوه ورځ وروسته يې مړي وموندل شول. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.