ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د بې پيلوټه الوتکې بريد پنځه پاکستاني وسله وال وژلي

کونړ کې د بې پيلوټه الوتکې بريد پنځه پاکستاني وسله وال وژلي

author avatar
2 Jan 2016 - 15:52
کونړ کې د بې پيلوټه الوتکې بريد پنځه پاکستاني وسله وال وژلي
author avatar
2 Jan 2016 - 15:52

اسعداباد- ترينکوټ (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٤): چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې پنځه پاکستاني وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د شيګل ولسوالۍ د شلطن درې په چوګام سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د قوماندان غازي په ګډون پنځه پاکستاني وسله وال وژل شوي دي، خو ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د يادونې ده، ياده سيمه د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده چې تل په کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کېږي.

بلخوا د اروزګان امنيتي چارواکي وايي چې د تېرې ورځې په نښته کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه زياتوي چې تېره شپه بيا د اروزګان- کندهار پر لويه لاره د کټه سنګ په سيمه کې د لويې لارې د ساتنې پوليسو او وسله والو تر منځ نښته کې دوه وسله وال وژل شوي، دوه میله وسلې، د ځانمرګي واسکټ او مرمۍ نيول شوي دي.

روغ لېوني دغه راز وويل چې پوليسو په ترينکوټ ښار کې درې کسان له وسلو او مهماتو سره نيولي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه  د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.