ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو عمليات دوام لري

سرپل کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو عمليات دوام لري

author avatar
3 Jan 2016 - 19:27
سرپل کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو عمليات دوام لري
author avatar
3 Jan 2016 - 19:27

سرپل (پژواک ١٣ مرغومى ٩٤): د سرپل والي وايي، د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي او د اووه نورو وسله والو مخالفينو په ګډون ٩ کسان او دوه دولتي ځواکونه ټپيان شوي دي.

د سرپل والي محمدظاهر وحدت، پوځي جامې اغوستې او د يادو عملياتو مشري کوي.

وحدت د دغه ولايت د مرکز په ادرنګ سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د امنيتي ځواکونو له لوري د وسله والو مخالفينو پر وړاندې دغه چاڼيز عمليات د جمعې په ورځ د صياد ولسوالۍ په اقسو سيمه کې او د دغه ولايت مرکز په ادرنګ، بلغلي، لتي، کلا سوخته او سلطان ابراهيم درې په سيمو کې پيل شوي دي.

 نوموړي زياته کړه، د دغو عملياتو په ترڅ کې په اقسو سيمه کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي او د ختيځې اقسو او اهو سياد کلي د وسله والو له شتون څخه پاک شوي دي.

د سرپل والي وويل، اوسمهال د سرپل په مرکز د سلطان ابراهيم درې او کلا سوخته سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته نښته روانه ده.

هغه زياته کړه، د دولت وسله والو مخالفينو په ياده دره کې د اق دريا پل الوځولى او په دغه سيمه کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او د دوو امنيتي سرتېرو په ګډون څلور وسله وال مخالفين ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل، امنيتي ځواکونه چې ملي اردو، سيمه ييز او ملي پوليس په کې شامل دي، د هوايي ځواکونو په ملاتړ خپلو عملياتو ته دوام ورکوي.

د دغه ولايت د مرکز بلغلي کلي د يوه ښوونځي سرښوونکي او د سيمه ييزو پوليسو يوه سرګروپ غلام رسول وويل، د بلغلي اوسېدونکي له طالبانو څخه تر پوزې راغلي او په پاى کې اړ شول، چې د دوى پر ضد وسله پورته کړي.

هغه زياته کړه: "زه له دې امله چې طالبانو زموږ کورونه وسوځول، اړ شوم چې وسله واخلم."

خو وسله وال طالبان بيا وايي، چې پرون يې د لغمان، کلا سوخته او د سرپل مرکز په سلطان دره کې ٨ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او دغه راز يې د هغوى يو ټانک هم له منځه وړى دى.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.