مزارشريف (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۴): د بلخ ولايت د ځينو ولسواليو اوسېدونکي د روغتيايي اسانتياوو له کموالي سر ټکوي.
د دغو ولسواليو اوسېدونکو د روغتيايي کلينيکونو د ودانيو نشتوالی ستونزه ګڼي، ځيني د درملو کمښت او ځيني بيا د ډاکټرانو له چلنده شکايت کوي.
خو د بلخ د عامې روغتيا مسوولين که څه هم په ولسواليو کې روغتيايي ستونزې مني؛ خو تر دې کچې نه څومره چې يې خلک يادونه کوي.
د زارع ولسوالۍ اوسېدونکي خيرالدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې له خورا روغتيايي ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، د ولسوالۍ روغتيايي کلينيک يې ودانۍ نه لري، درمل په کې د نشت برابر دي او ډاکټران يې هم دنده سمه نه ترسره کوي.
د هغه په وينا، د ډاکټر کور يې د ولايت په مرکز کې دی چې له همدې ډېری وخت په کلينيک کې نه وي او د ولسوالۍ خلک مجبورېږي چې د عادي ناروغيو لپاره هم تر مزارشريف پورې سرګردانه شي.
خيرالدين وويل، کلينيک د ولسوالۍ په مرکز کې دی چې د يادې ولسوالۍ د غرنيو سيمو د شتون له امله ډېری خلک ورته لاسرسی نه لري.
نوموړي زياته کړه، حکومت مکلف دی چې د يادې ولسوالۍ روغتيايي تشو ته په جدي توګه پاملرنه وکړي.
د شولګر ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له تېرو پنځو کلونو يې په ولسوالۍ کې د روغتيايي کلينيک ودانۍ چارې پيل شوې؛ خو لا بشپړې شوې نه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن