ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ عوايد ٣٠ سلنه زيات شوي

د کونړ عوايد ٣٠ سلنه زيات شوي

author avatar
3 Jan 2016 - 12:04
د کونړ عوايد ٣٠ سلنه زيات شوي
author avatar
3 Jan 2016 - 12:04

اسعداباد (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٤): د کونړ ولايت مستوفي وايي چې  له ورکړل شوي هدفه يې ۳۰ سلنه زيات عوايد راټول کړي دي.

مستوفي عبدالغفور نورستاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ماليې وزارت له لوري ورته د ۹۴ مالي کال لپاره ١٥٩ ميليونه افغانۍ هدف ورکړل شوى و.

هغه زياته کړه چې دوى نه يواځې ياد هدف ترلاسه کړى، بلکې ٣٠ سلنه زيات چې ٦٠ ميليونه کېږي، عوايد يې ترلاسه کړي دي.

نوموړي وويل چې سږ کال د کونړ مستوفيت په ټوليزه توګه ٢٢٩،٦ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.

مستوفي زياتوي، کونړ کومه ترانزيټي لار نه لري، ياد ټول عوايد يې خپل داخلي دي چې ډېرى يې د ګمرک د مديريت له خوا راټول شوي دي.

نورستانى وايي چې د کونړ د ګمرک عوايد اوس يواځې د چارتراش لرګيو له درکه نه دي؛ ځکه چې اوس همدلته له چارتراشو دروازې او کړکۍ جوړېږي او بيا نورو سيمو ته لېږدول کېږي.

نوموړی زياتوي، په کونړ کې يې د عوايدو راټولو پروسه شفافه کړې چې له امله يې د عوايدو کچه لوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.