سمنګان (پژواک ١٤ مرغومى ٩٤): د سمنګان د سولې شورا د ولايتي کمېټې مشر د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې وژل شوى دى.
د سمنګان امنيه قومندان مل پاسوال محمد باقر مسعود، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سمنګان د سولې شورا د ولايتي کمېټې مشر قاري سيف الدين سعادت، نن ماښام له لمانځه وروسته د خپل کور په لور روان و، چې دوو ناپېژاندو وسله والو پرې د تومانچې بريد کړى او سخت يې ټپي کړى دى.
ده زياته کړه، وروسته نوموړى ولايتي روغتون ته لېږدول شوى، خو د سختو ټپونو له امله يې ساه ورکړې ده.
د هغه په وينا، د پېښې ځاى د پوليسو تر کلابندۍ لاندې دى او کور په کور تلاشي پيل شوې ده، خو تراوسه پورې په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي.
د سمنګان د ولايتي روغتون يوه نوکريوال ډاکټر شمس الله عالمي د سولې ولايتي کمېټې مشر وژل کېدل تاييد کړل او وايي، نوموړى د سينې په برخه کې په ګوليو لګېدلى و.
قاري سيف الدين سعادت په سمنګانو کې د سولې شورا د ولايتي کمېټې له جوړېدو وروسته د دې شورا غړى و، خو کله چې درې مياشتې وړاندې پخواني رييس استعفا ورکړه، نو دى يې ځايناستى شو.
نوموړى دغه راز له ١٣ کلونو راپدېخوا د سمنګان د علماوو شورا د منشي په توګه دنده ترسره کړې ده.
سعادت په انګليسي او عربي ژبو هم پوهېده.
د دې وژنې مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن