غزني ښار (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۴): د لومړي ځل لپاره د غزني د اندړو ولسوالۍ په نا امنه (سردې) سيمه کې د سرې مياشتې له لوري روغتيايي مرکز پرانيستل شو.
په غزني ولايت کې د سرې مياشتې رييس سيمع الله صديق د مرغومي په ١٤مه د ياد مرکز د پرانيستې په غونډه کې وويل چې تر دې وړاندې د اندړو ولسوالۍ د سردې په سيمه کې روغتيايي مرکز شتون نه درلود.
ده وويل چې د دغه مرکز په جوړېدو سره زرګونه کورنيو ته د روغتيايي خدمتونو اسانتياوې برابرې شوې.
هغه زياته کړه: ((په دې روغتون کې د واکسين تر څنګ، د زېږدنې او نورو ناروغيو درملنې لپاره هم اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.))
د سردې سيمې اوسېدونکي هم د دغه مرکز پر جوړېدو خوښ دي.
د سردې سيمې قومي مشر علم خان پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې زرګونه کورنۍ ژوند کوي خو تر دې وړاندې يې روغتيايي مرکز نه درلود.
هغه وايي چې د دغه روغتون په جوړېدو سره د دوی ټولې روغتيايي ستونزې نه هوارېږي خو تر يوه حده به يې ستونزې کمې شي.
د همدې سيمې بل اوسېدونکي محمدانور پژواک ته وويل: ((تېر کال مې زوی ډېر سخت مريض شو کله چې مې غوښتل، پکتيکا ولايت ته يې يوسم د لارې د خرابوالې له امله مړ شو.))
ده هم د يادې روغتيايي مرکز پر جوړېدو خوښي وښوده خو زياته کړه چې په دغه مرکز کې بايد د هر ډول ناروغيو د تشخص او درملنې څانګې جوړې شي.
د سردې سيمه د اندړو ولسوالۍ په ١٥کيلومترۍ کې پرته ده چې له پکتيکا ولايت سره ګډه پوله لري.
له تېرو څو کلونو راهيسې ياده سيمه د طالبانو په ولکه کې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن