غزني (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٤): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې طالبانو د ملي اردو پنځه سرتېري يوه اوونـۍ مخکۍ نيولي وو چې اوس يې د دوو مړي موندل شوي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر اسدالله شجاعي د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د غزني د اندړو ولسوالۍ د عاشقوالو په سيمه کې د ملي اردو پنځه سرتېري نيولي وو.
شجاعي وايي چې د يادو سرتېرو له ډلې د دوو تنو مړي نن د غزني ښار د اسفندې په سيمه کې موندل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((زموږ د معلوماتو پر اساس، پنځه واړه يې وژلي دي خو موږ تر اوسه د دوو تنو جسدونه موندلي دي.))
د غزني ښار يو موټر چلوونکي احمدالله پژواک ته وويل چې د ملي د دوو سرتېرو جسدونه د اسفندې په سيمه کې موندل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((د غرمې مهال و چې موږ د اسفندې په سيمه کې د سړک پر غاړه د ملي اردو د دوو سرتېرو جسدونه وليدل، لاسونه او پښې يې مات و او ډېر بد حالت کې و بيا مو امنيتي چارواکو ته خبر ورکړ.))
د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکتر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې دغه روغتون د ملي اردو د دوو سرتېرو جسدونه ور وړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن