ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډېرى افغانان له کرکټ او فوټبال سره يو شان مينه لري

ډېرى افغانان له کرکټ او فوټبال سره يو شان مينه لري

author avatar
4 Jan 2016 - 16:43
ډېرى افغانان له کرکټ او فوټبال سره يو شان مينه لري
author avatar
4 Jan 2016 - 16:43

کابل (پژواک، ١٤ مرغومى٩٤): د پژواک خبري اژانس نظرپوښتنه ښيي چې ډېرى افغانان له کرکټ او فوټبال سره يو شان مينه لري او په دې برخو کې د افغان لوبغاړو پر اتلوليو وياړي.

پژواک خبري اژانس تېره ورځ له غرمې وروسته دوه بجې د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې له خلکو پوښتلي، چې "د کرکټ او فوټبال له ډلو د کوم يوې لوبې ډېرې ننداره کوئ؟"

نن له غرمې وروسته تر دوو بجو دغه نظرپوښتنه شاوخوا لس زره او پنځه سوه تنو خوښه کړې، ٤٠ تنو شريکه کړې او ٣٢٩٥ تنو پرې خپل نظر ليکلى دى.

له يادو ٣٢٩٥ تنو څخه ٢٣٢٣ تنو چې څه باندې ٧٠ سلنه جوړوي، ويلي چې د دواړو لوبو ننداره کوي.

له دې کسانو څخه د نذير صديقي په نوم يو تن ليکلي: "يوه ډله زموږ روح او بله مو جسم دى، موږ ته هېڅ توپير نه لري، دواړه مو وياړ دي."

منير افغان ليکلي: "دواړه ټيمونه مې دواړه لېمه دي، هېڅ يو له بل نه برتري نه لري، دواړه ګورم او له دواړو خوند اخلم او پر دواړو وياړم."

دغه راز فريد ګردېزي ليکلي، چې فوټبال يې ډېر خوښېږي، خو له زړه نه د دواړو ملي لوبډلو ملاتړ کوي.

دى وايي، د فوټبال  په ملي لوبډله کې له  فيصل شايسته او منصور فقيريار او د کرکټ په ملي لوبډله کې له شهزاد محمدي او دولت ځدراڼ  سره ډېره مينه لري او دواړو ډلو ته د برياوو هيله کوي.

يو شمېر کسان د يادو تبصرو ستاينه کوي.

شېراکبر ليکلي چې دا تبصرې د ده د خوښۍ لامل شوې او ټول بايد پوه شي، چې د افغانانو تر منځ اختلاف نشته.

منصور ارشد بيا وايي: "عزيزانو! کيف مې وکړ ستاسو پر دې جانانه تبصرو. ټول يو لاس ياستئ. زنده باد!"

بهرامي هم ليکي: "د باکولتوره او يو موټي افغانانو په ښکلو او له تعصب څخه پاکو پيغامونو په لوستلو مې له ډېرې خوښۍ اوښکې له سترګو وبهېدې."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.