کابل، درېيم تعقيب (پژواک ١٤ مرغومى ٩٤): چارواکي وايي، چې د نن ورځې د ماښام په ځانمرګي بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ تنه ژوبل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو مشر مل پاسوال همايون عيني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د شپږ نيمو بجو په شاوخوا کې شوې ده.
دى وايي: "ځانمرګي بريد کوونکي چې په يوه موټر کې و، د هوايي ډګر سوېل ختيځ او دهواپېژندنې رياست مخې ته خپل ځان ته چاودنه ورکړې ده."
هغه زياته کړه، تراوسه پورې د بريد موخه او احتمالي تلفات نه دي معلوم، خو امنيتي ځواکونو ساحه تر خپل پوښښ لاندې راوستې ده.
د عامې روغتيا وزارت د عامه اړيکو رييس محمد اسماعيل کاووسي بيا پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې تراوسه پورې (د ماخوستن اته بجې) ۳۰ تنه ژوبل شوي، چې درې ښځې او نهه ماشومان په کې شامل دي.
د ده په خبره، ټپيان د کابل ښار صحت طفل، وزير اکبرخان او جمهوريت روغتونونو ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ډاډمن ښودل شوى دى.
په کابل کې نن ورځ دا دويم ځانمرګى بريد و چې وشو.
د امنيتي مسوولينو په وينا، لومړى بريد نن سهار د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر دروازې ته څېرمه وشو، خو يواځې ځانمرګى په کې ووژل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن