کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٤): پوليسو په سمنګان کې د سولې شورا ولايتي کمېټې د مشر د وژنې په تړاو يو تن چې مخکې هم له وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور نيول شوى و، نيولی دی.
د سمنګان د سولې شورا د ولايتي کمېټې مشر قاري سيف الدين سعادت تېره ورځ ماښام د دغه ولايت د مرکز اړوند د "ذخېرې باغ" په سيمه کې د خپل کور پر لور روان و چې دوو ناپېژاندو وسله والو پرې د تومانچې ډزې وکړې او ووژل شو.
د سمنګانو امنيه قوماندان مل پاسوال محمدباقر مسعود پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پېښې ځاى د پوليسو تر کلابندۍ لاندې و او نن سهار شاوخوا څلور بجې د سيف الدين سعادت د وژنې په تړاو د همدې سيمې په يو باغ کې يو تن له يو ميل تومانچې او يو چاقو سره ونيول شو.
د هغه د معلوماتو له مخې، نيول شوى تن ٢١ کلن عبدالاحد د بلخ ولايت د خلم ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
ده وويل چې عبدالاحد پر خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي چې سيف الدين سعادت يې په سمنګان کې د طالبانو د يو مشر مولوي جلال په امر وژلى دى.
د امنيه قوماندان په وينا، عبدالاحد د روان کال د مېزان په مياشت کې هم د دغه ولايت د دره صوف بالا ولسوالۍ پوليسو له وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور له اسنادو سره نيولى او د سمنګانو د ملي امنيت څارنوالۍ ته يې سپارلى و.
هغه وايي، نه پوهېږي چې عبدالاحد څنګه خوشى شوى و.
د سمنګان د ملي امنيت څارنوالۍ د نظر په اخيستلو بريالي نه شوو او وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
قاري سيف الدين سعادت په سمنګانو کې د سولې شورا د ولايتي کمېټې له جوړېدو وروسته د دې شورا غړى و، خو کله چې دری مياشتې وړاندې پخواني رييس استعفا ورکړه، نو دى يې ځايناستى شو.
نوموړى دغه راز له ١٣ کلونو راپه دېخوا د سمنګان د علماوو شورا د منشي په توګه دنده ترسره کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن