جلال اباد (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٤): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنه شوې، خو زيان يې نه دی اړولی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاونه نن له غرمې مخکې د جلال اباد ښار په دريمه امنيتي حوزه کې د ارزاقو په کوڅه کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې چاودېدونکي توکي په يوه ډېران کې ځاى پر ځا شوي او د چاودنې له امله يې هېڅ ډول زيان نه دى اړولى.
د ذبيح الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د يوه ځايي سوداګر د کور مخې ته شوې او هېڅ ډول زيان يې نه درلودل.
د يادونې ده، د يادې چاودنې د سيمې په شاوخوا ٤٠٠ مترۍ کې د پاکستان او هند کونسلګرۍ هم موقعيت لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن