ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې له افغان سوداګر حکمت ښادمن څخه دفاع وکړي”

“حکومت دې له افغان سوداګر حکمت ښادمن څخه دفاع وکړي”

author avatar
5 Jan 2016 - 10:47
“حکومت دې له افغان سوداګر حکمت ښادمن څخه دفاع وکړي”
author avatar
5 Jan 2016 - 10:47

کندهار (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٤): د کندهار سلګونه اوسېدونکي د افغان سوداګر حکمت ښادمن په ملاتړ سړکونو ته راووتل او د هغه په ننګه يې احتجاجي غونډه وکړه.

د غونډې برخه والو له حکومته غوښتنه کوله چې د بهرنيانو له خوا دې د هېواد د مطرحو څېرو د غير مسوولانه شخصيت وژنو مخنيوى وکړي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، يوې امريکايي محکمې پر افغان سوداګر حکمت ښادمن تور پورې کړى چې په کندهار کې يې د بهرنيو ځواکونو د ماموريت پر مهال د قراردادونو د ترلاسه کولو لپاره رشوت ورکړى دى.

په همدې بنسټ محکمې  د ښادمن د ٧٧ ميليونه ډالرو پانګې د کنګل کولو او د هغه د نيولو امر کړى دى.

دغه تورونه نه يوازې په خپله د حکمت ښادمن له خوا رد شوي، بلکې د کندهار سلګونو اوسېدونکو هم د يوې احتجاجي غونډې له لارې له هغه ملاتړ وښود او د امريکايي محکمې د پرېکړې غندنه يې وکړه.

د کندهار يوه اوسېدونکي جانان مومن؛ ښادمن يو احساس لرونکى افغان سوداګر ياد کړ چې تل يې د ستونزو پر مهال د خپلو غريبو هېوادوالو لاسنيوى کړى دى.

هغه زياته کړه، د ياد سوداګر خيريه مرستې يوازې تر يوې سيمې محدودې نه دي، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې د خلکو مرستې ته ځان رسولى.

مومن د بېلګې په توګه څه موده مخکې د کندوز پېښه ياده کړه چې له زيانمنو شوو کورنيو سره يې د حکمت ښادمن له خوا پراخه مرسته وشوه.

د ده په اند، بهرنيان غواړي په دغه ډول تورونو د هغه حيثيت زيانمن کړي او د خلکو په منځ کې يې ګټلى نوم بد کړي.

د غونډې بل برخه وال او د ولايتي شورا يوه غړي نعمت الله وفا هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکمت ښادمن په بېلابېلو ولايتونو کې د پوهنې د ودې په برخه کې هم مرسته کړې او لسګونو ځوانانو ته يې په خپل لګښت د لوړو زده کړو امکانات برابر کړي دي.

هغه د امريکا له حکومته وغوښتل چې د افغان مطرحو څېرو شخصيت وژنه دې نه کوي او د هغه په خلاف پرانيستل شوې قضيه دې وتړي.

ده وويل، که ښادمن رښتيا هم کوم جرم کړى وي او په اړه يې شواهد او اسناد موجود وي، نو محاکمه دې يې په هېواد کې دننه وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.