ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبان په بدخشان کې له ماشومانو څخه د جګړې د وسيلې په توګه کار اخلي”

“طالبان په بدخشان کې له ماشومانو څخه د جګړې د وسيلې په توګه کار اخلي”

author avatar
5 Jan 2016 - 17:45
“طالبان په بدخشان کې له ماشومانو څخه د جګړې د وسيلې په توګه کار اخلي”
author avatar
5 Jan 2016 - 17:45

فيض اباد (پژواک ١٥ مرغومى ٩٤): د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي، طالبان له ماشومانو څخه د سرتېرو او د جګړې د وسيلې په توګه کار اخلي او دوى ته پوځي او ويجاړوونکې ښوونې ورکوي.

د بدخشان د ولايتي شورا غړي احمد جاوېد مجددي ادعا وکړه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې له اويا سلنه ماشومانو څخه په همدې موخه ګټه اخيستل کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې طالبان په وردوج او يمګان ولسواليو او د جرم ولسوالۍ په خُستک سيمه کې له ١٢ کلنو ماشومانو څخه تر ١٦ کلنو ماشومانو پورې د جګړې د وسيلې په توګه کار اخلي.

وسله والو طالبانو د وردوج ولسوالۍ د روان کال په تله مياشت کې او يمګان ولسوالۍ بيا د لړم په مياشت کې ونيوله.

مجددي زياته کړه: "بهرني ترهګر د سيمه ييزو طالبانو په مرسته تر خپل واک لاندې سيمو کې د بهرنيو هېوادونو د استخباراتو په لارښوونه سرتېري راجلبوي او له ماشومانو څخه د جګړې د وسيلې په توګه ګټه اخلي."

د ولايتي شورا ياد غړي وويل، دولت بايد دغه سيمې د طالبانو له ولکې خلاصې کړي، څو خلک او ماشومان له دغه ناوړه حالت وژغورل شي.

د وردوج ولسوالۍ د (پيش) کلي اوسېدونکي محمد امير وويل، خلک خپل ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله د سرتېرو په توګه طالبانو ته ورکوي.

د هغه په وينا، په دغې ولسوالۍ کې شاوخوا ٣٠٠ ماشومان په خپله خوښه له طالبانو سره يو ځاى شوي، دوى ته يې وسلې ورکړې او دغه لړۍ دوام لري.

يوه هټۍ وال له نوم  اخيستو پرته وويل، د طالبانو له لوري د وردوج ولسوالۍ له نيولو وروسته هټۍ تړل شوې او دلته پېر او پلور نشته او خلک د بې وزلۍ له امله خپل ماشومان د طالبانو په ليکو کې شاملوي.

د سرچينې په وينا، طالبان دغو ماشومانو ته يوه اندازه معاش هم ورکوي.

د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وايي، طالبانو د وردوج په دره کې پر ٤٠ سلنه ماشومانو پيسې وېشلې دي.

ده زياته کړه، د خلکو وضعيت د اندېښنې وړ دى او د وردوج ولسوالۍ له سقوط وروسته د دولت ٧٠٠ کارکوونکي بهارک ولسوالۍ ته تللي او د يو شمېر يادو کسانو کورنۍ چې په وردوج کې پاتې پاتې دي، له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.