د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مشرانو جرګې هم د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر فرمان رد کړ

مشرانو جرګې هم د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر فرمان رد کړ

Jan 05, 2016 - 14:33

کابل (پژواک، ١٥مرغومى ٩٤): مشرانو جرګې هم د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د وړانديز شوې اووه ماده يي کڅوړې په اړه د ولسمشر فرمان د رايو په اکثريت رد کړ.

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د هېواد له بېلابېلو پرګنو د رايو له ترلاسه کولو وروسته خپله لس ماده ييزه لومړنۍ وړاندې شوې کڅوړه د وږي په ٨مه په ټاکنيز نظام کې د سمون لپاره حکومت ته وسپارله چې ولسمشر له دې ډلې اووه يې تاييد او د يوه فرمان له لارې يې د ملي شورا د تاييد لپاره واستولې.

دا اوه موارد د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې جوړولو، د تذکرې له مخې د رايه ورکوونکو د فهرست چمتو کولو، د رايې ورکونې مرکزونو په اړه له سره کتنه، د ټاکنيزو کمېسيونونو د غړو کمول، د ټاکنيزو شکايتونو او اعتراضونو د څېړلو ميکانيزم، په ولايتي او د ولسواليو شوراګانو د ښځو د څوکيو په ونډه کې ٢٥ سلنه زياتوالى، په ټاکنيزو مرکزونو او محلونو کې د لنډمهاله دولتي کارکوونکو له ګومارنې څخه عبارت دي.

د مشرانو جرګې د تفتيش کمېسيون مشر مولوي محى الدين منصف د جرګې په نننۍ عمومي ناسته کې وويل چې د دغه کمېسيون له خوا په دغه فرمان کې ځيني تعديلات راوړل شوي دي.

د هغه په خبره، د دغه تعديل له مخې، د ټاکنو کمېسيون د غړو شمېر له اوو نه ٩ کسانو ته او د دغه کمېسيون د غړو کاري وخت له پنځو کلونو شپږو ته لوړ شوی چې د غوراوي کېمټه هم ترې حذف شوې ده.

هغه وويل چې د تعديل پر بنسټ، ولسمشر د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو د ټاکنې واک له ولسمشر سره دى.

بالاخره دا فرمان رايه ورکولو ته وړاندې شو چې په پايله کې د جرګې له ٥١ حاضرو کسانو څخه ٣٨ غړو دغه فرمان ته د رد، ١٢ نورو د تاييد او يوه کس سپينه رايه ورکړه.

دا فرمان هم د ولسي جرګې له خوا د لېندۍ په ٣٠مه نېټه رد شوى و.

د ولسي جرګې غړو ويلي وو چې د ټاکنو قانون او د ټاکنيزو کمېسيونونو د واکونو او تشکيل قانون شته او که چېرې د قانون تعديل ته اړتيا شي، بايد د ټاکنيزو کمېسيونونو له خوا يې وړانديز وشي.

د اساسي قانون په ٧٩مه ماده کې راغلي: ((حكومت كولاى شي د ولسي جرګې د تعطيل په حالت كې له بودجې او مالي چارو پرته، د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب كړي. تقنيني فرمانونه د ولسمشر تر توشېح وروسته د قانون حكم پيدا كوي. تقنيني فرمانونه بايد د ملي شورا د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو كې هغې ته وړاندې شي. اوكه د ملي شورا له خوا رد شي، خپل باور له لاسه وركوي.))

د ولسمشر ياد فرمان داسې مهال ردېږي چې ټاکنيز اصلاحات د ملي يووالي حکومت د دوو مشرانو ترمنځ د سياسي هوکړې برخه ده او د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې غړو تېره اوونۍ په رسمي ډول کار پيل کړى دى.

دا په داسې حال کې ده د قانون له مخې، د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو کاري نېټه په ١٣٩٨ لمريز کال کې پاى ته رسېږي.

د مشرانو جرګې غړي احمد جاوېد رووف، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه فرمان بايد رد شوى واى؛ ځکه چې د ټاکنو قانون موجود دى او دغه فرمان ته اړتيا نشته.

 د هغه په خبره، د ملي شورا له خوا د دغه فرمان په تاييد سره، د ټاکنيزو کمېسيونونو څوکۍ هم د حکومت د مشرانو تر منځ وېشل کېږي.

 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan