واشنګټن (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٤): د امريکا د دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونه د عملياتو پر مهال سیمې له لاسه نه ورکوي، خو له سختو ننګونو سره مخ دي.
په واشنګټن کې د امريکا د دفاع وزارت وياند پيټر کوک په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د وروستيو جګړو پر مهال افغان ځواکونو ښه پرمختګونه کړي او ډېره ښه پر مخ روان دي.
هغه زياته کړه: ((دوى سیمې او ساحې له لاسه نه ورکوي، خو له ننګونو سره مخ دي.))
د نوموړي په وينا، افغان ملي ځواکونو په دوامداره جنګي فصل کې له دښمن سره کلکه مقابله کړې او خپلې وړتياوې يې ثابتې کړې دي.
د امريکا د دفاع وزارت وياند وويل چې د افغان ځواکونو د تجهيز لړۍ روانه ده او ډېر ژر به ورته د امريکا له لوري نورې الوتکې ورکړل شي.
د هغه په وينا چې له نوو الوتکو او تجهيزاتو سره به افغان ځواکونه نور هم پياوړي شي، له خپلې خاورې او خلکو به په ښه ډول دفاع وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن