کابل (پژواک، ١٦ مرغومی ٩٤): ولسي جرګې د برېښنا د تنظيم قانون په اړه د ولسمشر فرمان چې د برېښنا د لګښت پيسې دې هره مياشت تحويل شي، تاييد کړ.
د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون غړي سيداکرام الدين معصومي ياد فرمان نن د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړ.
د هغه په وينا، په دغه تقنيني فرمان کې د برېښنا انرژي خونديتوب، د زېربناوو او برېښنا انرژۍ خدمتونو پراختيا شامل دي، د جرګې د کمېسيونونو مشرانو په ګډه غونډه کې يوازې يو اختلافي مورد شتون درلود.
په فرمان کې راغلي چې د برېښنا لګښت پيسې دې په هرو دوو مياشتو کې تحويل شي؛ خو ځينو بيا وړانديز درلود چې دا پيسې دې هره مياشت تحويل شي.
اوسمهال د برېښنا لګښت پيسې په هرو دوو مياشتو کې يو ځل تحويلېږي.
دا فرمان دوه ځلي رايو اخيستو ته وړاندې شو.
په لومړي ځل د جرګې له ١٢١ حاضرو غړو څخه ١٠٧ کسانو د برېښنا د مياشتني لګښت ورکولو ته مثبته رايه ورکړه او په دويم دور کې په ټوليز ډول دا فرمان پر ١١٨ موافقو رايو تصويب شو.
ټاکل شوې ده څو دا فرمان د تاييد لپاره مشرانو جرګې ته واستول شي.
د اساسي قانون په نه اويايمه ماده کې راغلي: "د ولسي جرګې د تعطيل په حالت كې له بوديجې او مالي چارو پرته، د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب كړي. تقنيني فرمانونه د جمهور رييس تر توشېح وروسته د قانون حكم پيدا كوي. تقنيني فرمانونه بايد د ملي شورا د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو كې هغې ته وړاندې شي. او كه د ملي شورا له خوا رد شي، خپل باور له لاسه وركوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن