ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېښنايي خدماتو د تنظيم قانون په اړه د ولسمشر فرمان تاييد شو

د برېښنايي خدماتو د تنظيم قانون په اړه د ولسمشر فرمان تاييد شو

author avatar
6 Jan 2016 - 14:31
د برېښنايي خدماتو د تنظيم قانون په اړه د ولسمشر فرمان تاييد شو
author avatar
6 Jan 2016 - 14:31

کابل (پژواک، ١٦ مرغومی ٩٤): ولسي جرګې د برېښنا د تنظيم  قانون په اړه د ولسمشر فرمان چې د برېښنا د لګښت پيسې دې هره مياشت تحويل شي، تاييد کړ.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون غړي سيداکرام الدين معصومي ياد فرمان نن د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړ.

د هغه په وينا، په دغه تقنيني فرمان کې د برېښنا انرژي خونديتوب، د زېربناوو او برېښنا انرژۍ خدمتونو پراختيا شامل دي، د جرګې  د کمېسيونونو مشرانو په ګډه غونډه کې يوازې يو اختلافي مورد شتون درلود.

په فرمان کې راغلي چې د برېښنا لګښت پيسې دې په هرو دوو مياشتو کې تحويل شي؛ خو ځينو بيا وړانديز درلود چې دا پيسې دې هره مياشت تحويل شي.

اوسمهال د برېښنا لګښت پيسې په هرو دوو مياشتو کې يو ځل تحويلېږي.

دا فرمان دوه ځلي رايو اخيستو ته وړاندې شو.

په لومړي ځل د جرګې له ١٢١ حاضرو غړو څخه ١٠٧ کسانو د برېښنا د مياشتني لګښت ورکولو ته مثبته رايه ورکړه او په دويم دور کې په ټوليز ډول دا فرمان پر ١١٨ موافقو رايو تصويب شو.

ټاکل شوې ده څو دا فرمان د تاييد لپاره مشرانو جرګې ته واستول شي.

د اساسي قانون په نه اويايمه ماده کې راغلي: "د ولسي جرګې د تعطيل په حالت كې له بوديجې او مالي چارو پرته، د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب كړي. تقنيني فرمانونه د جمهور رييس تر توشېح وروسته د قانون حكم پيدا كوي. تقنيني فرمانونه بايد د ملي شورا د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو كې هغې ته وړاندې شي. او كه د ملي شورا له خوا رد شي، خپل باور له لاسه وركوي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.