ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ډېری خلک خپلې حقوقي قضیې طالبانو ته راجع کوي

د غزني ډېری خلک خپلې حقوقي قضیې طالبانو ته راجع کوي

author avatar
6 Jan 2016 - 11:56
د غزني ډېری خلک خپلې حقوقي قضیې طالبانو ته راجع کوي
author avatar
6 Jan 2016 - 11:56

غزني (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۴): د غزني يو شمېر اوسېدونکي او ځيني چارواکي وايي چې د دغه ولايت په عدلي او قضايي ارګانونو کې د پراخ اداري فساد له امله خلک خپلې حقوقي پرېکړې پر وسله والو طالبانو کوي.

د غزني د مرکز پښتون اباد سيمې د سيمه ييزې شورا مشر حاجي بزاز پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په عدلي او قضايي ارګانونو کې د پراخ اداري فساد شتون له امله خلک اړه شوي چې خپلې حقوقي پرېکړې پر وسله والو طالبانو وکړي.

هغه زياته کړه: "خپله مې دعوه درلوده، د غزني ښار منګور سیمې ته ولاړم، وسله والو طالبانو په نیم ساعت کې فیصله کړه، حال دا چې په دولت کې مې یو کال ووت خو حل نه شوه."

بزاز د غزني له چارواکو غوښتنه وکړه چې په خپلو ادارو کې دې د اداري فساد مخه ونيسي، تر څو خلک د طالبانو پر ځاى خپلې پرېکړې پر دوی وکړي.

دغه راز د غزني ښار بل اوسېدونکي عبدالاحد پژواک ته وويل چې د غزني ښار او ولسواليو په يو شمېر جوماتونو کې د طالبانو د قضايي برخې استازې شتون لري.

هغه وويل چې د ځينو جوماتونو ملا امان هم د طالبانو د قضايي چارو د کمېسيونونو غړيتوب لري.

ده زياته کړه: "په قضایي ارګانونو کې د یوې عادي دعوې فیصله په میاشتو میاشتو ځنډول کېږي، خو وسله وال طالبان یې په ډېر کم وخت کې فیصله کوي او له چا نه پیسې هم نه اخلي."

د غزني ښار بل اوسېدونکي احمد خالد پژواک ته وويل چې خلک خپلې کوچنۍ حقوقي پرېکړې په غزني کې پر طالبانو کوي خو د لويو حقوقي پرېکړو لپاره کوېټې شورا ته ورځي.

کوېټي شورا د پاکستان هېواد د بلوچستان ايالات په مرکز کوېټه ښار کې شتون لري.

احمدخالد زياته کړه: "موږ د خپلو تره له زامنو سره د ځمکې پر سر لانجه درلوده، کوېټې ته ولاړو، هلته اول دروازه بنده وه خو وروسته مو يو کس را پيدا کړ، بيا له هغه سره دننه ولاړو، هلته مېزونه ايښي وو، سم طالبان ناست وو، په نيم ساعت کې زموږ دعوه فيصله کړه او بېرته راغلو."

دغه راز د غزني د ولایتي شورا غړي خالقداد اکبري هم پژواک ته وويل چې خلک د خپلو حقوقي پرېکړو په موخه وسله والو طالبانو ته مراجعه کوي.

ده وويل: ((خلک مجبور دي طالبانو ته ورشي؛ ځکه وسله وال طالبان رشوت نه اخلي خو دولتې کار کوونکي يې اخلي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.