ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نيمروز د بشري حقونو کمېسيون د يوه ماشوم وژونکو ته سزا وغوښته

د نيمروز د بشري حقونو کمېسيون د يوه ماشوم وژونکو ته سزا وغوښته

author avatar
7 Jan 2016 - 12:29
د نيمروز د بشري حقونو کمېسيون د يوه ماشوم وژونکو ته سزا وغوښته
author avatar
7 Jan 2016 - 12:29

زرنج (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٤): د نيمروز د بشري حقونو ساحوي کمېسيون د هغه ماشوم تښتوونکو ته د مجازات غوښتنه کوي چې له تښتولو وروسته یې د اوبو په څاه کې غورځولی و.

پنځه کلن زکريا دوې اوونۍ وړاندې د نيمروز د مرکز زرنج ښار د لومړۍ ناحيې له مربوطاتو وتښتول شو او مړى يې په يوې دولتي استوګنيزې ودانۍ کې وموندل شو.

په نيمروز ولايت کې د بشري حقونو کمېسيون د ساحوي دفتر مشر وحيد خيرزاد وايي چې هر ډول تښتونه په ځانګړي ډول د ماشومانو تښتول د  بشري حقونو د اصولو خلاف کار دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ د تښتوونکو دغه عمل په کلکه غندو او له دولته غواړو چې وژونکي يې په عادلانه ډول مجازات کړي.))

د ماشوم نيکه عبدالقيوم وويل چې تښتوونکو يو ميليون افغانۍ غوښتې وې او د ٤٠٠زره افغانيو په اخيستو يې قناعت کړى و، خو بيا يې هم ماشوم وواژه.

هغه زياته کړه: ((موږ له دولت غواړو چې د لمسي وژونکي مې اعدام کړي.))

پوليسو د ماشوم د ترور زوى چې فريد نومېږي له دوو نورو کسانو سره د دې قضيې په تړاو نيولى دى.

فريد وايي چې ماشوم يې په يوه کوټه کې ساتلى و، خو يوه ورځ وروسته يې دى وپېژاند؛ ځکه خو يې لومړۍ زندۍ کړ او بيا يې د اوبو څا ته واچاو.

هغه زياته کړه چې جسد يې له ٢٤ ساعتونو وروسته له څاه را و ايست او تېره شپه يې غوښتل چې د استوګني په يوه دولتي ودانۍ کې يې خښ کړي چې خپله ونيول شو او جرمي شريک يې وتښتېده.

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمنوال عبدالهادي عزيزي وويل چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې او عاملان به يې له قانون سره سم مجازات شي.

په روان کال کې په نيمروز کې پنځه ماشومان تښتول شوي چې يو ترې وژل شوى او څلور نور د پوليسو له خوا له تښتوونکو راخوشي شوي دي.

تېره اوونۍ د ملي امنيت موظفينو يو دوه نيم کلن هلک چې دوې اوونۍ وړاندې تښتول شوى و، د زرنج ښار لومړۍ ناحيې له يوه کور څخه وژغوره او د تښتونې په تړاو يې دوه کسه ونيول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.