ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مارجه کې ۱۲۰ وسله وال وژل شوي

مارجه کې ۱۲۰ وسله وال وژل شوي

author avatar
7 Jan 2016 - 12:59
مارجه کې ۱۲۰ وسله وال وژل شوي
author avatar
7 Jan 2016 - 12:59

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۴): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې په مارجې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ١٢٠ طالبان وژل شوي او د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې هم د امنيتي ځواکونو په لاس کې دي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د مرغومې په ١٧مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې امنيتي ځواکونو دوه ورځې وړاندې په مارجې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځي عمليات وکړل.

ده وويل چې د يادو عملياتو په لړ کې ١٢٠ طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

د سرجنګ په وينا، د همدغو عملياتو په لړ کې د مارجې ولسوالۍ عمومي لار هم د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

له تېرو دوو مياشتو راهيسط د مارجې ولسوالۍ لويه لار له مرکز لښکرګاه سره تړل شوې وه او اوسېدونکو يې د ناوې ولسوالۍ له لارې تګ راتګ کاوو.

سرجنګ وايي چې اوس هم د مارجې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات روان دي.

هغه زياته کړه: ((وسله وال مخالفين نور نه شي کولاى دې سيمې ته راشي؛ ځکه دلته موږ تلاشي او چاڼيز عمليات پيل کړي دي.))

د هلمند امنيه قوماندان وايي چې د مارجې ولسوالۍ د افغان ځمکني او هوايي ځواکونو له خوا پر مخ وړل شوي دي.

خو د مارجې چارواکي بيا وايي چې د دې ولسوالۍ عمليات لومړی د بهرنيو ځواکونو له لوري پيل شول.

د همدې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په وار وار غوښتنو سره د ملي اردو ځواکونو په دغو عملياتو کې له پوليسو سره ونډه وانه خيسته.

هغه زياته کړه: ((که ملي اردو له موږ سره ونډه اخيستې واى نو د مارجې ټولې خطرناکې لارې مو تړلې او بيا طالبان نه شو راتللى.))

خو په هلمند کې د ملي اردو چارواکو او د هلمند امنيه قوماندان په يادو عملياتو کې د ملي اردو د ونډې نه اخيستو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.