ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلزلې یو ځل بیا کابل او ځیني ولایتونه ولړزول

زلزلې یو ځل بیا کابل او ځیني ولایتونه ولړزول

author avatar
8 Jan 2016 - 14:04
زلزلې یو ځل بیا کابل او ځیني ولایتونه ولړزول
author avatar
8 Jan 2016 - 14:04

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۴):د شوې زلزلې د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه چې کابل او ځیني نور ولایتونه یې ولړزول، تر اوسه راپور نشته.

دغه زلزله نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه او ۴۵ دقیقې وشوه او ځیني خلک له خپلو کورونو بهر را ووتل.

د امریکا د زلزلې سنجونې ادارې اعلان کړی چې یاده زلزله د ريښتر ۵،۳ درجې وه او په افغانستان، هند او پاکستان کې یې خينې سیمې لړزولې دي او مرکز یې په بدخشان کې و.

د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس سید عبدالله همایون دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر اوسه د زلزلې له امله د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه دوی ته راپور نه دی رسېدلی.

د روانې میاشتې په دوولسم هم د ریښتر ۵،۳ درجې زلزلې کابل او ځیني نور ولایتونه ولړزول خو زیان او تلفات یې نه درلودل.

د یادونې ده، ځمک پېژندونکو تېره اوونۍ ویلي وو چې اوس هم امکان لري په افغانستان نورې زلزلې وشي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.