ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د  جهادي او ملي ګوندونو شورا د ټاکنو مهال وېش د اعلان غوښتنه وکړه

د جهادي او ملي ګوندونو شورا د ټاکنو مهال وېش د اعلان غوښتنه وکړه

author avatar
9 Jan 2016 - 14:16
د  جهادي او ملي ګوندونو شورا د ټاکنو مهال وېش د اعلان غوښتنه وکړه
author avatar
9 Jan 2016 - 14:16

کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٤): د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو د همغږۍ عالي شورا په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو د مشروط ملاتړ ترڅنګ د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د مهال وېش د اعلان غوښتنه وکړه.

د يادې شورا وياند پير سيد حامد ګيلاني د مرغومي په ١٩مه، په کابل کې پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې دولت په ټاکنيزو کمېسيونونوکې د بدلونونو را وستلو هڅې کوي .

خو هغه زياته کړه : (( زموږ پر اند د دې بدلونونو ترڅنګ د ټاکنو لپاره د مهالوېش معلومول ډېر اړين دي .))

حامد ګيلاني وايي، چې په ټاکنيز نظام کې اصلاحات حتمي دي، خو په خپله ټاکنې يو اصل دى ، بديل نه لري، لومړى دې مهالوېش اعلان شي، بيا دې پر اصلاحاتو غور وشي.

د هغه په وينا، د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون غړي بايد متخصص ، خپلواک، بې پلوه کسان وي او د دوى د ګومارنې پروسه بايد په شفافه توګه ترسره شي.

ده زياته کړه : ((په افغانستان کې ټاکنې بل هېڅ بديل نه لري او د هېواد والو د برخليک د ټاکلو يواځينۍ مشروعه لار همدا ده.))

هغه له دولت څخه وغوښتل هرڅومره ژر چې کېدای شي د ټاکنو لپاره داسې مهال وېش اعلان کړي چې تر هغه مهاله د ټاکنو لپاره هر اړخيز چمتو والی ونيول شي .

د جهادي او ملي ګوندونو د همغږۍ عالي شورا وياند وويل، چې د ملي يووالي حکومت د خلکو په رايو رامنځته شوى ، حکومت بايد په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو لپاره د ملت رايه هم معلومه او ملت ته رجوع وکړي او له سليقوي برخورد څخه دې ډډه وشي.

د "افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو د همغږۍ عالي شورا" د ١٣٩٤ لمريز کال په وږي مياشت کې خپل شتون اعلان کړ او تېره اوونۍ يې په کابل کې په رسمي توګه خپل دفتر پرانېست.

په دغه شورا کې د اسلامي جمعيت ګوند لومړي مرستيال او د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضياء مسعود، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد کريم خليلي، د ملي نجات جبهې مشر صبغت الله مجددي، د اسلامي محاذ مشر پير سيد احمد ګيلاني، د اسلامي حرکت ګوند مشر سيد حسين انوري، د بدلون او هيلې روند مشر او د حزب اسلامي پېژندل شوى غړى قطب الدين هلال، د اسلامي ګوند مشر او د سولې عالي شورا غړى حاجي عزيز الله دين محمد، د حزب اسلامي د يووالي شورا مشر قاضي محمد امين وقاد او د افغانستان د اسلامي انقلاب حرکت مشر مولوي عبدالحکيم منيب او يو شمېر نور  جهادي او ملي ګوندونه غړيتوب لري.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس يوسف نورستاني دوه ورځې مخکې په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د ټاکنو مهالوېش به راتلونکې اوونۍ اعلان کړي او له دې وروسته به کوم کورني او بهرني بنسټ ته اجازه ورنه کړي چې د کمېسيون په چارو او د ټاکنو په لړۍ کې لاسوهنه وکړي.

ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټولټاکنې په تېر پسرلي کې ترسره شوې واى، خو په هېواد کې د ناسمو شرايطو له امله دا ټاکنې وځنډول شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.