کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٤) : حکومت ته نږدې سرچينې وايي چې د سولې په اړه د اسلام اباد په راتلونکې غونډه کې به د پروسې پر ماهيت، مېکانېزم او پلان باندې بحث او تصميم نيول کېږي.
د سولې لومړى پړاو خبرې د ١٣٩٤ لمريز کال په چنګاښ مياشت کې په اسلام اباد کې ترسره شوې ، ټاکل شوې وه دويم پړاو خبرې يوه مياشت وروسته ترسره شي، خو د طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې له امله دا لړۍ وځنډېده.
خو تېره مياشت په اسلا م اباد کې د اسيا زړه کنفرانس په ترڅ کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا ترمنځ په څلور اړخيزه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې دا لړۍ له سره پيل شي.
ټاکل شوې ده چې د مرغومي په ٢١مه، د دوشنبې په ورځ د سولې دويم پړاو خبرو د مېکانېزم جوړولو په موخه ياده څلور اړخيزه غونډه په اسلام اباد کې جوړه شي.
د افغانستان حکومت ته يوې نږدې سرچينې د مرغومي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اسلام اباد په دغه غونډه کې به د سولې پروسې پر ماهيت، ميکانېزم او پلان بحث او تصميم ونيول شي.
سرچينه زياتوي : (( پاکستان بېړه کوي چې دا پروسه ژر پيل شي، خو زموږ غوښتنه داده چې د سولې د خبرو لپاره د پلان جوړولو ترڅنګ د هغو عناصرو پر وړاندې د اقداماتو پلان هم د پاکستان لخوا ترتيب شي، چې د سولې له پروسې سره نه يو ځاى کېږي.))
دا چې د سولې دويم پړاو خبرې کله پيلېږي، يادې حکومتي سرچينې وويل، چې ممکن د روان زېږديز کال د جنورۍ په وروستيو يا د فرورۍ په لومړيو کې تر سره شي .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر راتلونکو دوو مياشتو پورې به د سولې پروسه يوه معلوم پړاو ته رسېږي، که تر دې پورې يې کومه مثبته پايله ورنه کړه، نو په پسرلي کې به پراخ پوځي عمليات پيل شي .
سرچينه زياتوي، د يادو عملياتو لپاره سر له اوسه چمتووالى روان دى.
د حکومتي سرچينې د معلوماتو له مخې، د امريکا د متحدو ايالتونو د سنا پلاوي چې وړمه ورځ يې ولسمشر غني سره وليدل، د سولې پر راتلونکو غونډو خبرې وشوې او پر دې ټينګار وشو چې د افغانستان د حکومت لومړيتوب خپله دفاع او جګړه ده، دويم لومړيتوب يې سوله او مذاکره ده.
سرچينه زياتوي : (( د سولې د خبرو ترڅنګ عمليات به هم روان وي، ځکه چې تر اوسه افغان حکومت د پاکستان لخوا د همکارۍ بشپړ ډاډ نه دى ترلاسه کړى.))
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د اسلام اباد تر راتلونکې غونډې او د سولې دويم پړاو خبرو کې به معلومه شي، چې پاکستان څومره همکاري کوي او ايا باور پرې وشي او که نه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن