ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا د دولتي ادارو نږدې ۱۱۰۰ بستونه خالي دي

د پکتیکا د دولتي ادارو نږدې ۱۱۰۰ بستونه خالي دي

author avatar
10 Jan 2016 - 12:04
د پکتیکا د دولتي ادارو نږدې ۱۱۰۰ بستونه خالي دي
author avatar
10 Jan 2016 - 12:04

ښرنه (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٤): د پکتيکا چارواکي وايي چې د دغه ولايت له څه د باندې پنځو زرو بستونو څخه نږدې يوولس سوه يې خالي دي.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل د مرغومي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې په ټوليزه توګه په ملکي ادارو کې ٥٢٠٠ بستونه شتون لري.

هغه وايي چې له يادو بستونو څخه ١٠٦٤ يې له څو کلونو راهيسې خالي دي چې له همدې امله ځيني چارې هم له ستونزو سره مخ دي.

هغه د ستونزو له اړه نور معلومات ورنه کړل خو زياته يې کړه: ((له ٥٢٠٠ بستونو څخه د شاوخوا دوه زرو بستونو چارې يې د اجيرو ښوونکو او مامورينو له لوري پر مخ وړل کېږي.))

د پيرخېل په خبره چې د پکتيکا د والي امين الله شارق له راتګ وروسته په دغه ولايت کې ۴۳۴ خالي بستونه اعلان ته سپارل شوي او يو شمېر کسان هم پر دندو ګومارل شوي دي.

امين الله شارق شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې د پکتيکا د والي په توګه دنده پيل کړه.

دغه راز د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله ببري هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت د ملکي ادارې ډېری بستونه خالي دي او خلکو ته يې ستونزې پيدا کړې دي.

د ببري د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت د معارف رياست د مالي او ادارې مديريت تر څنګ د ولايت د مقام د تدارکاتو امريت، د شهيدانو او معلولينو چارو د مديريت په ګډون سلګونه نور بستونه هم خالي دي.

د پکتيکا د ولايتي شورا غړي عبدالجليل پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د حکومتي چارواکو د بې غورۍ او نا امنيو له امله سلګونه بستونه تر اوسه خالي پاتې دي.

ده زياته کړه چې هر کال د دغه ولايت سلګونه اوسېدونکي له پوهنتونونو څخه فارغېږي او سره له دې چې په دغه ولايت کې ډېر دولتي بستونه خالي دي خو هغوی ته بيا هم د کار زمينه نه برابرېږي.

ميراحمد چې د پکتيکا له پوهنتون څخه فارغ شوى دى وايي: ((په دغه ولايت کې سلګونه ځوانان بې کاره دي خو دولتي ادارو تر اوسه يادو ځوانانو ته د کار زمينه نه ده برابره کړې.))

ده وويل چې پکتيکا يو وروسته پاتې ولايت دى نو بايد خالي بستونه يې ډک او ځوانانو ته يې د کار زمينه برابره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.